افغانستان

رویټرز: امریکا په ګوانتانامو کی دطالب بندیانو دسپارلو په اړه غور کوي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۳۰) درویټرخبری اژانس راپورخپور کړی دي، چی دامریکی حکومت له طالبانو سره دسولي دپروسي په ترڅ کی له ګوانتانامو بی څخه دڅوتنو پخواني لوړ پوړو طالبانو وافغانستان حکومت ته سپارلو باندی خبري کوي، راپور کی راغلي کوم زندانیان چی امریکا غواړي په افغانستان دسولي درامنځ ته کولو لپاره یی وطالبانو ته دښه نیت په اند خوشی کوي، دملګرو ملتونوله لوري ورباندی شکونه شته چی دغو کسانو دتیرو نیویمو کلنو په اوږدو کی افغانستان کي بشرضد کړونوکی لاسونه درلودو.

رویټرخبري اژانس وړاندی لیکی له ګوانټانامو بی څخه دخوشی کیدونکی زندانیانو له منځ څخه یوهم محمد فاضل دی، چي دنوموړی دخوشي کولو خبر دامریکی په کانګریس اوهمدارنګه ددغه هیواد دڅارګري اداره په منځ کی ګنګوسی راپورته کړی دی.

راپورکی راغلي چی محمد فاضل کوم چی دطالبانو له لوړ پوړو عسکري چارواکو څخه ګڼل کیږی په افغانستان کی له ۱۹۹۸ کال څخه بیا تر۲۰۰۱ کال پوری دلږکیو په خاص توګه دهزاره ګانوپه وژلو کی لاس درلود.

راپورکی داهم راغلي چی محمد فاضل په کال ۲۰۰۱ کی دافغانستان په شمال مزارشریف کی دزندانیانو په بغاوت اوامنیتي کسانو باندی برید کي هم لاس درلود، کوم چی ددغه برید له امله دامریکی دڅارګري اداري لومړي لوړپوړي چارواکي جان میچل سپان وژل شوی وو، خو راپور وړاندی لیکی چی دایواځي تورونه دي تراوسه نه محمد فاضل منلی چی زندانیان دده له لوري بغاوت ته پارول شوی وو، اونه هم تورلګونکي په دي اړه کره مالومات لري.

یوه جګ پوړي امریکایی چارواکی ویلی له تیرو لسو میاشتو راپدی خوا په دی کوښښ کي دي چی څرنګه له طالبانو سره خبري وکړو اوپرڅه ډول باندی طالبان دی ته حاضر شي چی دافغانستان له ډیرکمزوري حکومت سره خبروته کښیني، خو اوس هغه وخت رارسیدلی دي چی له طالبانو سره دخبرو اترو له لپاره کومي پریکړي ته ورسیږو، خو ددي لپاره چی طالبانو ته ډاډ اواطمنان ورکول شي امریکی حکومت په ګوانټانامو بی کی دپنځو زنداني طالبانو پرخوشي کولو باندی غور کوي او له دی سره سره به طالبانو ته له افغانستان څخه بهر یوه سیاسي نمایندګی ورکړل شي.

راپور کی راغلی چي په ګوانتانامو کی دزنداني طالبانو دخوشی کیدو په اړ دیوه کس په هکله تر اوسه شکونه موجود دي، رویټرز ديو امریکایی چارواکی له قوله وایی چی ډیر ژر به طالب چارواکی ازاد نه شي، خو دا هم نه ده څرګنده چی دغه چارواکی به چیري او تر کومو شرایطو لاندی زندانیان وي.

یوه امریکایی چارواکی ویلی چي په ګوانتانامو بی کی دزنداني پنځو تنو طالبانو دخوشي کولو غوښتنه ان په ۲۰۰۵ کال کی دافغانستان حکومت اوطالبانو له لوري له امریکی څخه شوی وه.

د امریکی دڅارګری اداری یوه بل چارواکي ویلی چی ددغو زندانیانو دخوشي کولو په اړه دامریکي په ګانګریس کی دغړو ترمنځ اختلاف موجود دي، نوموړي چارواکی په داسی حال کی چی دنوم له یادولو څخه یی ډډه وکړه، وایی کله چی ګانګریس کی ددغو کسانو دخوشي کیدو په ارتباط خبره راپورته شوه زما دغاړی او اوږو ویښتان شخ ودریدو، کله چی وړاندیز میدان ته وړاندی شو داسي صورت حال جوړ شو لکه څوک چي دمرمیو فیر وکړي.

نوموړي زیاته کړه دا حقیقت لري چی د اولسمشر اباما له لوری ګانګریس ته دا امر شوی دي چی دغي مهمي او ارزښتناکي موضوع باندی خبري وشي اویوی پریکړي ته ورسیږو.

نوموړي وویل که څه هم دا مهمه ده چی له طالبانو سره دخبرو کولو اوپه ګوانتانامو کی زنداني جګ پوړی طالبانو دخوشي کولو به اړه کومی پریکړي ته ورسیږو، خویوه ډله امریکایان اوس هم تحفظات لري، هغه وایی دا هغه کسان دی چی تر اوسه پوری زمونږ سره جنګیږی مونږ ته بی دینه اوبی لاری وایی، هره ورځ مونږ او زمونږ ملګري په افغانستان کی وژنی خو بیا هم ددوي ملګری خوشي کیږي، نوموړي زیاته کړه دغه ډله خلګ وایی چی دا به له هغه څخه وروسته چی امریکایان اوملګري یی په ۲۰۱۴ کال کی له افغانستان څخه ووزي وطالبانو ته ځواک وبخښی، لازیاتي سیمی به خپله ولکه کی راولي او ډیر ژر به دافغانستان حکومت له کابل څخه پر شاه کړي او له سکوت سره به یی مخامخ کړي.

امریکایی چارواکی وایی ددغو زندانیانو خوشي کول اویا افغانستان ته سپارل دا امریکا یوه ملی مسئله ده، او ددغه هیواد ملي مسئلي ټولی دکانګریس له لوری فیصله کیږي اوکانګریس به پدی اړه حتمي پریکړه کوي.

چارواکي وایی اولسمشر اباما به ډیر ژر یوه لایحه لاسلیک کړی چی ددغي لایحي له لاسلیک کیدو څخه به دامریکی ددفاع وزارت ته دبندیانو په چارو کي لازیات اختیارات ورکړي، داسي ویل کیږي چی دغه لایحه به دطالب بندیانو له خوشي کولو څخه مخکي لاسلیک شي.

په عین وخت کی دکانګریس ځیني نورو غړو بیا اندیښنه ښودلي ده چي ددغو زندانیانو خوشی کول به امریکی لپاره نور زیات خطرناک ثابت شي.

بروس ریډل چی دسی آی ای پخواني غړی اودسپیني ماڼی له لوړپوړو چارواکو څخه دي وایی چی محمد فاضل په افغانستان كي په ډیرو خطرناکو پیښو کی ککړدي، نومړي زیاته کړه په خاصه توګه دافغانستان په شمال کی دلږکیو هزاره ګانو اوپه مزارشریف کی ایراني ډیپلو ماټانو په وژلو کی نوموړي برخه اخیستی ده.

دملګرو ملتونو یو چارواکي چی دافغانستان په چارو کی له دوو لسیزو څخه زیاته تجربه لري وایی، کله چی دطالبانو له لوری په شمال کی ګڼ شمیر شعیه ګان ووژل شول محمد فاضل هغه وخت کی په زرګونو طالب جنګیالي قومانده کول، که څه هم نوموړی به مخامخ دهزاره ګانو په وژلو کی برخه نه وي اخیستي، خو هغه څوک چی دجګیالیو قومنده په غاړه لري هغه له جنګیاليو سره یو ځاي دپیښي مسئول ګنل کیږي.

دغه چارواکی وړاند وویل خو دا به هم انصاف او عدل نه وی چی یواځي طالب چارواکي دی دافغانستان په دننه د وژنو په تور مسئول وبلل شی او محکمی ته دی راکش کړل شي حال دا چي اوس دافغانستان په حکومت كي داسي ډیري څیري پرلوړو لوړو چوکیو باندی ناست دي چی دغه هیواد کی یی دزرګونو خلګو په وژنو کي مستقیما لاس درلود، چی اوس فعلا یی مونږ وینو دافغانستان په اداره کي له هر رنګه مراعاتو څخه برخورداره دي.

له بله لوري څخه بیا د امریکي ددفاع وزارت له لوري څخه پرلیکه شوي اسناد ښیی چی محمد فاضل دطالبانو دحکومت پر وخت هیڅ لوړ پوړی چارواکي نه وو بلکه یواځي له ۵۰ څخه بیا تر ۶۰ پوری جنګیالی یی تر قومانده لاندی وو، خپله امریکایی چارواکی هم وایی چی تر اوسه پوري محمد فاضل نه دی منلی چی نوموړي د طالبانو د حکومت پر وخت په زرګونو جنګیالي قومانده کول بلکه په ټولو تحقیقاتو اوڅیړنو کی نوموړي پر دغه ټکی باندی ټینګار کړی دي چی یواځی د یو شمیر جنګیالیو مشري یی په غاړه وه چی شمیره به یی له ۵۰ او ۶۰ کسانو پوری رسیدله.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x