افغانستانخبرونه

جنرال مالک د اجراییه رييس سلاکار وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): پخوانی جنګسالار، جنرال عبدالمالک د ګډ حکومت د اجراییه ریيس سلاکار وټاکل شو. جنرال مالک په تېرو لانجمنو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني پر خلاف د عبدالله عبدالله د نوماندۍ ملاتړ کړی و. په شمال کې د جنرال دوستم او مالک د پخوانیو رقابتونو د شتون له امله په تېرو ټاکنو کې هم دغه دوه متضاد جنرالان د دوو مخالفو ټیمونو طرفونه ونیول.

جنرال مالک د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم د دوستم له ملېشو سره نښتې کړي دي. اوس چې د ګډ حکومت په چوکاټ کې بیا دغو جنګسالارانو د حکومت په دوو متضادو اړخونو کې ځایونه نیولي، په شمال کې د ملېشه يي نښتو وېره بیا زیاته شوې ده.

جنرال مالک له هغې وروسته اړیکي دوستم سره خړې پړې کړي چې په ۱۹۹۶ کې يې د جنګسالار ورور، رسول پهلوان د وژلو تور پر دوستم پورې کړی و.

مالک په لیلې دښته کې د پنځه زره پښتنو په وژنو هم تورن دی. د کارپوهانو په باور، د اجراییه ریاست د مشاور په توګه د مالک ټاکنه ښايي پښتانه له ګډ حکومت څخه نور هم لرې کړي. د ۱۹۹۷ په مۍ میاشت کې جنرال مالک په لیلې دښته کې زرګونه پښتانه ووژل.

جنرال مالک چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله له ملاتړو څخه و، اوس د اجراییه رييس سلاکار ټاکل شوی. په اعلامیه کې نه دي په ګوته شوي چې مالک به اجراییه رييس ته په کومو برخو کې مشورې ورکوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

زه به یی درته ووایم د بچه بازی، دیوسی او مورده ګاوی په برخو کی ځکه دا دشروفساد د عناصرو له اهمو خصایصو نه دی او له دی نه ماسوا دا خلک په نور څه پوهیږی هم نه

عبدالله

زه فکر کوم چی دا د هرچا داخیلیدل په دی تیمونو کی حکومت دورانیدو په حال دی

اسدالله

داسی عمل د ډاکتر صیب عبدالله په ګټه ندی او اوس چه داکتر صیب کوم سیاسی موقف په ورستیو ورځو کی حاصل کړی هغی ته یی کاملا ضرر ورساوه ، او ګټه او ضرورت ددی عمل او کړنی پدی حساسو حالاتو او شرایطو کی څه دی بغیر د زړه بدوالی ،

latif

هغه وخت طالیبان و، د آی اس آی بچیان و، اوس بیا پښتانه ښول!!

یتیم زابلی

د جنرال مالک په کابل کی اوسیدل او د مشاور په صفت کارکول ،،،،،،،،،،، ؟
طالبان هم خپل اهداف سم نه ترلاسه کوی نه پوهیږم د جنرال مالک تر اوسه پاتی کیدل او په ارامه ژوند کول دا د طالبانو کوم او څه ډول سیاست ده

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close