د افغانستان په جنوب کې دماین چاودني له کبله یو بهرنی عسکر وژل شوی

The transfer cases containing the remains of Army Staff Sgt. Noah M. Korte of Lake Elsinore, Calif. , Army Spc. Kurt W. Kern of McAllen, Texas and Army Pfc. Justin M. Whitmire of Easley, S.C. sit at the ramp loader upon arrival at Dover Air Force Base, Del. on Thursday, Dec. 29,  2011. The Department of Defense announced the deaths of Korte, Kern and Whitmire who were supporting Operation Enduring Freedom in Afghanistan.نن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د ماین د چاودني له کبله د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر ووژل شو.

دغه خبر په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ورکړه شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چي د نن د افغانستان په جنوب کې د یو ماین د چاودني له کبله د ایساف یو تن عسکر ووژل شو.

په خبرپاڼه کې د ایساف د پالیسي مطابق د پيښي دقیق ځای او د وژل شوي عسکر هویت نه دی څرګند شوی.

باید وویل شي چي د رواني میلادي میاشتي د پیل څخه تر اوسه بهرنیانو خپل د ۲۶ تنو عسکرو وژل منلي دي، چي ګمان کیږي د حقیقي شمېرو سره به ډیر توپیر لري، کتونکي په دې نظر دي چي امریکا نه غواړې په دې میاشت کې چي د کریسماس دخوښیو میاشت ده، خپل د ډیرو عسکرو مرګ اعلان کړي، چي دا کار به په هیواد کې دننه د افغانستان د جګړې ملاتړ نور هم را کم کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د