ناتایید شوي راپورونه دا هم وايي چې غني د ډیورند کرښې پر سر هم معاملې ته تیار شوی دی

که سوله داسې راتلای…؟ /سرلیکنه

په افغانستان کې د سولې د راتګ او وسله وال مقاومت سره د خبرو اترو د پيل اړوند ځینې خبرونه له تېرو دوو هفتو راهیسې خاصو رسنیو کې خپرېږي. هغه څه چې ټولو ته څرګند دي، دا دي چې تر دې دمه دغه خبرونه یوازې د خبرونو او تبلیغاتو په حد کې دي، کوم عملي اقدام د هېڅ اړخ له لورې نه دی لیدل شوی.

په کابل کې د ګډ حکومت مشر، اشرف غني د سیاستوالو او فعالانو له خوا له دې امله تر فشار لاندې دی چې پاکستان ته یې دومره امتیازات ورکړل چې د دواړو هېوادونو په تاریخ کې دومره امتیازات نه و ورکړل شوي. ځینې ناتایید شوي راپورونه دا هم وايي چې غني د ډیورند کرښې پر سر هم معاملې ته تیار شوی دی. سربېره پر دې، اشرف غني د هند په څېر یو ستراتیژیک ملګری هم له لاسه ورکړی.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا سوله همداسې راتلای شي چې پاکستان ته امتیازات ورکړل شي؟ ایا روان مقاومت د پاکستان له لورې حمایت کېږي؟ ایا پاکستان د مقاومت پر سرتېرو دومره اغېز لري چې په یوه خبره یې تسلیم شي؟ که داسې وي بیا خو دا جګړه د افغانستان او پاکستان ده چې د څو میاشتینیو مذاکراتو په نتیجه کې به حتماً یو حل راوځي. متاسفانه همدا پلمې کمونیستي حکومتونو هم کولې.

یوه مسئله باید مخکې واضحه وویل شي، چې په افغانستان کې روان جنګ د ارزښتونو دی. هغوی چې مقاومت کوي، د خپلو ملي او دیني ارزښتونو د ساتلو او حاکمولو لپاره یې وسلې ته لاس کړی او تر هغې يې د مقاومت عزم کړی چې خپل ارزښتونه په ټولنه کې حاکم نه کړي. کله چې د اصولو حامیان د خپلو ارزښتونو لپاره له ژوند څخه هم تېرېږي، هغوی به د بهرني هېواد خبره ومني؟! دا هغه اشتباه ده چې د حامد کرزي حکومت کوله او اوسني حکومت د همدې غلط فکر او ناسم برداشت له امله خپل بهرنی سیاست هم د بل چا په ګرو کې ورکړ او هم یې په کوردننه د بهرني هېواد اوامرو ته غاړه کېښوده.

د سولې لار دا نه ده. سوله که داسې راتلای، بیا خو ډېره اسانه ده چې پاکستان ته څو نور امتیازات هم ورکړل شي او خبره یوې خواته شي. که پاکستان دومره اغېز لرلای، نو له افغانستان څخه مخکې به یې خپل مشکل حل کړی وای. که مقاومت افغان حکومت او د مېشتو امریکايي ښکېلاکګرو پر ضد مقاومت کوي، نو که د بل کمزوري هېواد خبره مني، بیا یې نو دا مقاومت د څه لپاره؟!

افغان حکومت باید چې هسې د خپل کور د سولې لپاره د نورو دروازې ونه ټکوي او د دې پر ځای په کوردننه د ناامنۍ او جګړې عواملو ته فکر وکړي. که اشرف غني د خپل لانجمن حکومت پر دویمه ورځ له امریکا سره داسې لانجمن امنیتي تړون لاسلیکوي چې تېر حکومت دې ذلت ته غاړه کېنښوده، له امریکایانو غواړي چې زموږ په وطن کې پاتې شي، څنګه بیا سولې ته شرایط تر بل هر وخته «مساعد» ګڼي؟!

متاسفانه ولسمشر اشرف غني د خپلې پنځه میاشتنۍ واکمنۍ په موده کې داسې نامناسبې کړنې وکړې، چې د سولې او مذاکراتو هیلې یې ووژلې. د اشرف غني او د واک شریکي عبدالله یې کرکټرونه او فکرونه نه یوازې د سولې په برخه کې مرستندوی دي، بلکې د سولې او امنیت موانع دي. کله چې د ګډ حکومت اجراییه رييس د جنرال مالک په څېر ملېشايي مشر او د بشري حقونو ناقض د ارشد مشاور په توګه ټاکي، د لیلې دښتې د زرګونو قربانیانو کورنۍ څنګه پر دې غیرملي حکومت باور وکړي؟!

ګډ حکومت نه یوازې دا چې د سولې لپاره مثمر واقع کېدای نه شي، بلکې په خپله پر یو لړ داسې کړنو لاس پورې کوي، چې د جګړې اور نور هم تودوي او مقاومت لا پراخوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابویاسر
میلمه
ابویاسر

د نن اسیا ټکی ویب پاڼی ځخه ډیره ډیره مننه کوم چی داسی یوڅه خپروی چی لږ تر لږه د ازاد فکر دخاوندانو مینه پری ماتیږی . دګډ حکومت دمشرانو او اسلامی امارت دمشرتابه تر منځ دسولی لار نه یواځی دا چی لنډه شوی نده بلکی لا نور هم خنډونه پکی پیدا شوی دی .ګډی اداری تر اوسه هم طالبان ندی پیژندلی چی په افغانستان کی له ریاست جمهوری رانیولی بیا تر وزارتونو ولایاتو اولسوالیو او حتی تر خپلو کورونو اوالادونو اوسرونو تیرشول خو دامریکی سره یی هیڅ کومی شرمونکی معاملی ته غاړه کی نښوده که چیری پاکستان په طالبان… نور لوستل »