سرپل: د بهرنیانو یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځېدلې

ch47_chinookسرپل: نن سهار د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې د بهرنیو ځواکونو هلیکوپتر الوتکه را غورځېدلې، چي په اړه يې ناټو او طالبان رنګا رنګ ادعاوي کوي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي نن طالبانو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د بازار کمي په سیمه کې د بهرنیانو یوه هلیکوپتر اولتکه په نښه کړه، چي په ترڅ کې الوتکه د پشت باغ په سیمه کې را وغورځېده.

له بلي خوا د ایساف مطبوعاتي دفتر په کابل کي ویلي چي دوی ته د پيښي معلومات رسیدلې، خو بشپړه پلټنه لا نه ده ترسره شوې.

خو د سرپل ولایت د امنیت امر سید جهانګیر د پيښي په تصدیق سره ویلي چي د سرپل ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه مرکز کې هلیکوپتر الوتکه د ناستي پر مهال د تخنیکي عوارضو له امله را وغورځېده.

د نومړي په وینا په دغه پيښه کې یو پيلوټ ټپي شوی هم دی، او الوتکه زیاته زیانمنه شوې ده.

د پيښي تصدیق د سرپل ولایت د والي ویاند سید کریم جاوید هم کړی، خو نور معلومات يې نه دي ورکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د