نړۍ

اسلامي دولت نیول شوي ۱۹ مسیحیان خوشي کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): په عراق او شام کې د اسلامي دولت جنګیالیو هغه ۱۹ تنه مسیحيان خوشي کړی، چې څو ورځي وړاندي يې د سوریې په شمال شرق کې د الحسکه په ولایت کې نیولي وه، او په اړه یې ګمان کیده چې اعدام به یی کړي.
د سوریې د بشري حقوقو د څارني موسسې مشر رامي عبد الرحمن رسنیو ته ویلي چې د خوشي شویو کسانو شمېر ۱۹ تنه دی، چې په هغو کې ۲ میرمني او ۱۷ نور نارینه دي.
نوموړي ویلي چې دغه کسان د تل کوران د کلي اوسیدونکي دي، او نن د الحسکه په نامه ښار ته ورسیدل.

هغه زیاته کړې چې د اسلامي دولت له خوا دغه کسان وروسته تر هغه خوشي شول کله چې ددغه دولت شرعي محکمو دا فیصله وکړه چې نیول شوي نصرانیان باید خوشي شي، په داسي حال کې چې په لسګونو نور به هم وروسته ددغه محکمو مخته ودریږي، تر څو یې په اړه فیصله وشي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د اسلامي دولت جنګیالي د تیري میلادي میاشتي په ۲۳ نیټه د آشوریانو (مسیحیانو) سیمو ته له سختو جګړو وروسته ننوتلي وه، او د رسنیو په قول ۲۲۰ تنه آشوریان یې نیولي وه.
د کتونکو په نظر اسلامي دولت جنګیالي په جګړو کې د خپلو دښمنانو سره قصدا سخت چلند کوي، تر څو رعب خپور کړي، او خپل دښمنان وډاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
usman

اسلامي قوانين پلي كوي نه داچي خلك وويروي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x