افغانستان

د امريکا د ملي امنيت عمومي مدير: د روان کال په ترڅ کې به طالبان د افغانستان ډېرې سيمې ونيسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو پرېکړې لوړپوړي امريکايي چارواکي اندېښمن کړي او ګڼ استخباراتي مسؤولين وايي، که امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي، نو طالبان به يو ځل بيا پر افغانستان حاکمان شي.

د امريکا د ملي امنيت لوی رييس جيمز کليپر د امريکا مشرانو جرګې وسله والې کمېټې ته له وينا وړاندې بلومرګ خبري سايټ ته ويلي، چې د بهرنيو عسکرو په وتلو افغان پوځيان د طالبانو د مقابلې نه دي او د افغانستان امنيتي ځواکونه لا هم څو کاله د بهرنيو عسکرو ملاتړ ته اړتيا لري او که د بهرنيو عسکرو ملاتړ نه وي، روان کې کال کې به طالبان د افغانستان ډېرې زياتې سيمې ونيسي.

«طالبان د پخوا په پرتله ډېر قوي او ځواکمن شوي او کېدای شي د روان کال تر پايه د افغانستان ډېرې سيمې ونيسي او له افغانستانه د بهرنيو عسکرو وتل د طالبانو د فتحې او بريا په معنا دي.»

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د تېر کال په پای کې افغانستان کې د امريکايي عسکرو د نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ، د روان کال تر پايه به افغانستان کې يوولس زره عسکر پاتې وي او اوباما هوډ لري، چې د خپلې واکمۍ تر وروستۍ مودې ټول امريکايي عسکر له افغانستانه وباسي، مګر تېره اونۍ د امريکا نوي دفاع وزير اشټون کارټر افغانستان کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د ګډ حکومت د مشرانو په غوښتنه دوی پرېکړه کړې، چې دوی به هېڅکله خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي.

د کارپوهانو په وينا سي ای اې او پينټاګون هم پر ولسمشر فشار زيات کړی، چې د خپلو عسکرو د ويستلو په پلان له سره فکر وکړي او دا ګواښ يې کړی، که امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي، نو طالبان به يو ځل بيا پر افغانستان حاکم شي.

جيمز کليپر زياتوي، چې افغان حکومت د امريکا او نړيوالې ټولنې له مالي او نظامي ملاتړ پرته يوه ورځ هم ژوند نه شي کولای.

«د کابل حکومت ټوله اډانه پر بهرنيو مرستو او نظامي ملاتړ ولاړه ده او که موږ غواړو، چې افغان حکومت دوام وکړي، نو بايد له افغانستانه د خپلو عسکرو وېستلو پر پلان له سره فکر وکړو.»

امريکا او نړيوالې ټولنې د افغان پوځيانو په روزنه ۶۵ ميليارده ډالر لګولي او راتلونکې لسيزې کې هم افغان پوځيان د امريکا او نړيوالې ټولنې ميلياردونو ډالرو ته اړتيا لري.

د روان کال د مالي بودجې ۶۵٪ امريکا او نړيواله ټولنه ورکوي او له دې پرته د افغانستان کې کلنۍ بودجه نيمګړې پاتې کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x