افغانستان

د کابل د اوولسو امنيتي حوزو مسؤولين له دندو ګوښه شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د کابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي وايي، چې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني او کورنيو چارو وزارت په امر يې د کابل د اوولسو امنيتي حوزو مسؤولين او لس کنډک مشران له خپلو دندو ګوښه کړي او پر ځای يې نوي کاري او تجربه لرونکي مسؤولين ګومارلي دي.

رحيمي زياته کړه، چې د دې ګام موخه د کابل ښار امنيت خوندي کول دي.

د رحيمي په وينا د اوولسو امنيتي حوزو او کنډکونو نوي مشران د يو باصلاحيته کميسيون له لوري ټاکل شوي او د کميسيون په وينا دغه نوي ګومارل شوي مسؤولين وړ او مسلکي افسران دي.

د ګډ حکومت د راتلو پر سبا د ګډ حکومت مشرانو امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ او له دې وړاندې طالبانو ګواښ کړی و، که نوي حکومت امريکا او ناټو سره امنيتي تړون لاسليک کړ، نو د روغې جوړې ممکنه لاره به هم بنده شي او د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد لر و بر کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړي.

د اندېښنو او ګواښونو سره همداسې وشول، چې د ګډ حکومت له لوري امريکا سره له امنيتي تړون وروسته پلازمېنه کابل او د هېواد په لر و بر کې چاودنو او بريدنو زور ونيو.

د ملي امنيت لوی ريس رحمت الله نبيل کابل کې د چاودنو او نا امنيو په اړه وايي، چې د دوی د معلوماتو له مخې طالبان د کابل شاوخوا سيمو کې ۱۰۷ خوندي مرکزونه لري او د دې تر څنګ په کابل کې له سلو زياتې ناقانونه وسله والې ډلې فعاليتونه کوي او په ګڼو جرمونو کې لاس لري.

نبيل زياتوي، چې د کابل د ۲۶ دروازو څخه يوازې څلور يې د امنيتي ارګانونو له خوا اداره کيږي او پاتې ۲۲ دروازې د مخالفينو پر مخ خلاصې دي او هر وخت چې وغواړي، کابل ته داخلېدای شي او کومو دروازو کې، چې دوی د سکن ماشينونه لګولي، له څلور ويشت ساعتونو څخه يوازې يو ساعت چالان وي او مسؤولين د پاتې درويشتو ساعتونو تېل غلا کوي او ماشين چالان نه وي.

ښاغلي نبيل پلازمينه کابل کې د نا امنيو د زياتوالي لاملونو ته په اشارې زياتوي، چې کابل کې اتيا سلنه موټر د اشخاصو پر ځای د بېلابېلو شرکتونو په نوم دي او همدا رنګه د زورواکانو او نامسؤولو وسله‌والو سلګونو مرمۍ ضد موټر له اسنادو پرته کښته پورته ګرځي او په ډېر نا امنيو کې لاس لري.

د کابل د پوليسو مشر نن خپل دفتر کې رسنيو ته وويل، چې تمه ده، نوي ټاکل شوي مسؤولين به د کابل ښار په امنيت ټينګولو کې مهم رول ولري.

د کارپوهانو په اند د افغانستان اداري او امنيتي ارګانونو مسؤولين د مسلکي وړتيا پر ځای د اړيکو او قومپالنې په واسطه ټاکل کيږي او له همدې امله ولسي خلک تل شکايت کوي، چې په ګڼو جرمونو کې د پوليسو او امنيتي چارواکو لاس وي او د امنيت پر ځای خپل ولس ته ستونزې او ګواښونه راولاړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا چې د دوه سري ګوډاګي حکومت دواړو مشرانو سلاکاران دوستم او مالک شول نو معلومه خبره ده چې ګوډاګیان د افغانوژنې قوي اراده او ژور پلان په مخکې لري. د سولې په نوم یې چې کوم راشه درشه له پاکستان سره پیل کړي هم هدف یې حتما داده چې طالبان غافل ګیر کړي ،لوجستیکي او د خرپ او ترپ لارې پرې وتړي او یا یې ورته ستونزمنې کړي، دا چې تر جګړې لوړ بل هدف نلري نو همدا سبب ده چې پاکستان ته به ټول هغه امتیازات مني چې هغوی یی تمه کوي. اجرتي مطبوعات هم لګیا دي او… نور لوستل »

غوربندي

ګوډاګیان به د مقاومت د ځپلو لپاره خپل ټول امکانات په کار اچوي تر څو د خپلو اشغالګرو بادارانو په تر ټولو ورسوتي امتحان کې کامیاب او د هغوی ډالري مرستې او سیاسي پیشتیباني د خپلی بقا لپاره یقیني کړي (لطفا یی په پورته تعلیق کی اضافه کړی)

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x