نړۍ

د استخباراتو ناوړه چلند برتانوی ځوان د اسلامي دولت جلاد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د «اسلامي دولت» جلاد يو زړور او خاموش انسان دی او د اسلامي دولت په ليکو کې دنورو برتانويانو په پرتله ډېر زړور دی.

مېل اون سنډې برتانوي جريدې په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې محمد الموازي، چې په « جهادي جان» پيژندل کيږي، ۲۰۱۰ م کال کې يو ژورناليست ته ويلي، چې د برتانوي استخباراتو د فشار او لټون له امله يې د ځان وژنې فکر کړی و او اوس دی «ژوندی مړ» دی، چې د ځمکې پر سر ګرځي.

د مېل اون سنډې له قوله د «اسلامي دولت» په ليکو کې برتانوي جنګيالي ويډيو کې له ځان ښوولو ډډه کوي، مګر محمد الموازي «جهادي جان» په ډېر جرئت له غربي يرغمل شوو بنديانو سرونه غوڅوي.

برتانيې کې د مسلمانانو د ژغورنې ډلې «کيچ» رسنيو ته ويلي، چې د برتانيې کورنيو استخباراتو «ايم ای ۵» ۲۰۰۹ کال راهيسې «جهادي جان» تعيقباو او بالاخره يې نوموړی اړ کړ، چې د «اسلامي دولت» ليکو ته ځان ورسوي او ټوپک ته لاس کړي.

د کېچ په وينا د برتانيې د کورنيو استخباراتو د ناوړه چلند له امله ځوانان د ټوپک لار نيسي.

د برتانيې صدر اعظم ډيويډ کيمرون او د ايم ای ۶ پخواني مدير د کيچ دغه تورونه رد کړي او د لندن ښاروال بوريس جونسن د مسلمانانو ژغورنې پر ټولنه «کېچ» تور لګوي، چې د «ترهګرو» دفاع او پلوي کوي.

مېل اون سنډې ليکلي، چې جون د ۲۰۱۰م کال په ډيسمبر کې برتانوي ژورناليست رابرټ ويکريک ته په يو بريښناليک کې ليکلي و،چې د ه د انټرنېټ له لارې خپل ليپ ټاپ پلورلی و او وروسته ورته څرګنده شوې وه، چې دغه سړی د برتانوي استخباراتو غړی دی.

محمد الموازي وايي، چې خپل ځان مړ ژوندی ګڼي. «زه په دې نه وېرېږم، چې دا خلک به ما ووژني، بلکې ټول فکر مې دا دی، چې دې خلکو ته په لاس ور نه شم.»

د محمد موازي کورنۍ په کويت اوسيده او نوموړی هم په کويت کې زېږېدلی، مګر کورنۍ يې وروسته لندن ته ولاړه او هلته يې درسونه وويل او له تېرو څو کالو يې جهادي ډلو سره اړيکې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x