بمی چاودني افغاني پولیسوته مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۹) کندهار: دافغانستان په جنوب کی دطالبانو له لوري دیوه خښ کړل شوی بم دچاودیدو له امله لس پولیس وژل شوی دي، راپورکی راغلي چی پولیسو د هلمندولایت دنادعلی ولسوالي کی دپولیسو ددندو دترلاسه کولو له مرکز څخه دکورونه په لور موټر کی سفرکاوو چی دبم له چاودني سره مخ شول.

دپیښی له ځایه څخه امنیتي چارواکو خبرورکړي دي چی دچاودني له امله موټرکی سواره ټول پولیس وژل شوي اوموټرپه مکمله توګه له منځه تللی دي.

دوسلوالوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دپیښي پړه په غاړه اخیستي ده، او وایی چی دچاودني له امله یو قومندان هم وژل شوی دي، پیښه دهلمند ولایت په نادعلی ولسوالی کی رامنځ ته شوی ده.

نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د