نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه!/رحیم بریال/ پنځلسمه برخه

لیکوال: مولوي رحیم الله بریال /

پاتې برخه!
په درانه خوب ویده شوی وم، سهار و، دیوچا دترانې خواږه غږ له خوبه راویښ کړم، اواز یې په ټول
صالون کې  انګازې کولې:
ملامحمدعمره موژ ستا لشکر یو!!
ملامحمدعمره موژ ستالشکریو!!
پوه شوم چې سهار شوی، ټولو لمونځونه کړي او یواځې زه پاتې یم.  ژر ژر مې تیمم وواهه لمونځ مې وکړ، وروسته مې یوڅه تلاوت هم وکړ، پوره اطمنان مې حاصل شو، زه غلی وم خو دڅنګ ملګري په ترانه ډېر خوښ شوم، کټ مټ لکه په یوه مدرسه کې…،  بندي غږ کړ،یوه اوږده ناره یې وکړه چې:
یارانوووووووووو!!!
اورئ!
بیده یاست که ویښ؟!
چا ځواب ورنکړ، بیا یې زیاته کړه:
ولې چوپ یاست له دې سره په خندا شو
ـــ زه پوهیږم چې ټولو شه سم سوچ پرې نیولی، آشه کورونه مو یادیژی؟ ما خو باره کوژده موژده نه ده کړې، شه دی چې له دې غمه خو خلاص یم.  یوازې خوارکۍ مورکۍ مې له یاده نه وځي.
دلهجې نه یې پوه شوم چې هلک کندهاری دی، له بلې کوټې نه بل ځوان نارې کړې:
وا نظرممده خدای خو دې هدایت نصیب کا، څنګه چې موږ په ښکلو سوچونو کې ولاړ شو سمدستي ته راپورته شې، یا خو ترانې شروع کړې اویاسم غوبل جوړکړې!
بل وویل :
کندهاریه!
زه همدا اوس په سوچ کې خپل کورته تللی وم، دمورکۍ ترڅنګ ناست وم سمې دشېدو چای مې خوړلې، په دسترخوان باندې ټوله کورنۍ ناست وو. په قابونو کې رنګارنګ شیان ایښي وو، نه د کوچو کمی و او نه هم دحلوا، خو تا دې خدای ښه کړي، ټول کار دې راخراب کړ!
دې سره ټولو خاموشو ملګرو ښه په زوره ــــ زوره  وخندل.
ماهم په زړه کې راتیرشول چې ووایم، ګوړه ګوړه وایئ، خوله به مو خوږه وي!، خوداحتیاط له وجې چوپه خوله پاتې شوم.
نظرمحمد  وویل هلکه کامل شاه!
بخشه غواړم، زه څه خبروم چې ته یواځې ځانته په کوچو او حلوا اخته یې، خدای دې خوار کړه کنجوسه ! خولږ ست به دې موږ ته هم کړی و کنه، څه خوړل خو مې نه درنه!؟
سالون بیا کړسنده خنداوو په سر واخیست، پیره داره عسکره په منډه راغله په جګ اواز یې وویل:
نو ټاکینګ سټوپیډ، شټ آپ!!
ټول غلي شول،غصه ناکې عسکرې په شیشه کې زماکوټې ته راوکتل، ویې ویل:
ټوزیرو پور پور!!
یور ویري ګوډ(ته ښه سړی یې، له دې لېوانیانو سره خبرې مکوه!
نورې کړتې پړتې یې هم وویشتې، خو پرې پوه نه شوم، مخامخ کوټې ته یې سر ورښکاره کړ.
یووار بیګ کریزي (ته سترلیونی یې، ټوله ورځ غږیږې)
که چوپ نه شوې نو بلې کوټې ته بدلوم.
همغه بندي ضیاالرحمن نومېده، ډېر سرتمبه سړی و، له عسکرې سره یې خبرې ګرمې کړې په ځواب کې یې ورته وویل چې زه لېونی  نه یم ، ته لېونۍ یې! ستا ډبلیوبوش لېونی دی، عسکرې بیا وویل چې شټ آپ نو ټاګینګ، دده ځواب ورکړ : یو شټ آپ!
همداسې یوبل سره یې ځوابونه تبادله کول، عسکره ورته وایې چې چوپ شه نو ټکینګ، دای ورته وایې: ټاکینګ، ضرور ټاګینګ دسپي لورې، د خرې لورې خامخا ټاکینګ، هغه وایې ګوره چې غلی نه شې نو تکې تورې کوټې ته دې اچوم، دای وایې چې توره کوټه نه، چې جهنم ته مې واچوې بیا هم ټاکینګ ځغله سپۍ!!
عسکره ستړې شوه، مخابره یې وکړه، نوره مو له مخې ورکه شوه.
یوه شیبه چوپتیا وه نظرمحمد وویل چې دا پورپور(ټوزیرو پور،پور) یې کوم یو شو؟ بل وویل چې دا هماغه نوی بندي دی، تراوسه یې چې  ځان غلی کړی، ستاپه څنګ کې دی، دېوال وروټکوه،  چې لږ رابیدارشي، نظرمحمد غږ کړ وا نوی بندي!
اورې ځان وښایه دکوم ځای یې؟
ما وویل:
دخوست یم وروره!
–  دخوست؟!
ها ځکه داسې پوست یې چې تراوسه د ځان غلی نیولی؟(په خندا)
زیاته یې کړه:
خوا بده نکړې وروره دلته هېڅ مشکل نشته په ازاد زړه خبرې کوه،کله چې پیرادار راشي نو ځان غلی نیسه نور هېڅ خبره نشته، خپلې کیسې کوه کیسې!
ګنې معده به دې له سوچونو پړق وچوې!
ضیاالرحمن وویل چې ته ځان په شیشه کې راښکاره کړه چې وه دې ګورم، زه هم  ورولاړ شوم په مخامخ شیشه کې،  مخامخ ولاړ دنګ ځوان مې ولید لاس یې راته پورته کړ ویل یې بې غمه شه څو ورځې بعد به ازادې پنجرې ته ووځې، هلته ډېرخوستیان دي، ټول به ووینې، مه خفه کیږه، ستا په څنګ کې حافظ نظرمحمد دی، دکندهار، زه دکونړ یم، زما په څنګ کې  کامل شاه دی دکوهستان، هغه هم حافظ دی، په جنګ کې یې نیولی، دهغې څنګ ته فضل کریم بدمعاش دی دکراچی پښتون دی، ټوله ورځ یې له امریکایي عسکرو سره جنګ وي،هاغه بل لورې ته ابوطلحه نومیږي دسعودي عربستان دی او دنظرمحمد په خوا کې یوبل ځوان دی ټول مجاهدین دي، خو یو زه خدای وهلی دملي اردو عسکروم ، خو اوس مې کلکه توبه ویستلې خدای دې راته معافي وکړي.
نظرمحمد وویل پور پوره اورې!
ما وویل: اورم حافظ صیب!
ــ آشه دا ووایه چې پرڅه شي یې راوړی یې؟
مانه غوښتل چې سم ځواب ورکړم ومې ویل چې اواز مو سم نه راځي !
ده ښه په تېز اواز وویل:
وام پرڅه شي یې راوړی یې؟
خبره مې ترې واړوله
ــ په طیاره کې وروره، ډیر اوږد مزل مو وکړ سخت ستړي شوو سترګې مو تړلي وې، پته نه لګیده چې په کومو غرونو یې راواړولو!
دای پوه شو چې حال نه وایې ویې ویل:
آشه په طیاره کې؟!
ــ هو!
ــ ته خو بیا ترموژ ټولو شه یې،  چې په طیاره کې یې راوړی یې،  موژ خو یې ټول په خره راوړي یو!
ما وویل څنګه په خره؟  پوه نه شوم؟
ــ وام په خره یې رابار کړو تربګرامه یې راوړو!
له څلورو خواو بیا سالون خندا په سر واخیست، ضیاالرحمن وویل پر ېږده نظرممدحافظ صیب داخوارکی نوی دی ویږي، ښه به شي، بیا به دوطن ټولې نوي زړې کیسې پخپله وکړي.
وخت  ووت، ټولو ملګرو سم بنډار ګرم کړی و، کامل شاه په کوهستانۍ ژبه کې ترانې ویلې، فضل کریم په پښتو او اردو دواړو د زړه بړاس وویست، نظرمحمد دملګرو په غوښتنه دترانو ترڅنګ ښکلي تلاوتونه هم زمزمه کړل، دقاري باسط په ښکلي اواز یې ډیر ښکلي تلاوت وکړ، کټ مټ دده لهجه یې کاروله، زما په زړه کې یې ډیرځای پیداکړ، ملګرو په اړه مې شکونه ختم شول ټول په رښتیا هم پاک خلک وو. رښتیني په دین مین، یوازې ضیاالرحمن و چې سترګه مې ترې سوځیدله خو هغه هم وروسته ثابته کړه چې ښه کلکه توبه مې ویستلې بیا به دامریکایانو غلامي ونکړم. ټولو وار تېر کړی وو. اوس نو وار دیوه زابلي ځوان، ابوطلحه او ورپسې دضیاالرحمن و چې باید یوه زمزمه یې کړې وای، خو ده باربار ویل چې ترڅو نوی بندي یوڅه ونه وایې نو زه هیڅ نه وایم، ملګرو ماته وویل چې ته به خامخا یوه ترانه یا هرشی چې زړه ته درځي نو وایې به یې، اګرکه سندره، ټپه او یا هم لنډۍ وي.
ابوطلحه اول په عربي کې داشعر زمزمه کړ:
أخي أنت حرٌ وراء السدود
أخي أنت حرٌ بتلك القيود
إذا كنت بالله مستعصما
فماذا يضيرك كيد العبيد
أخي ستبيد جيوش الظلام
و يشرق في الكون فجر جديد
فأطلق لروحك إشراقها
ترى الفجر يرمقنا من بعيد
أخي قد أصابك سهم ذليل
و غدرا رماك ذراعٌ كليل
ستُبترُ يوما فصبر جميل
و لم يَدْمَ بعدُ عرينُ الأسود
أخي قد سرت من يديك الدماء
أبت أن تُشلّ بقيد الإماء
سترفعُ قُربانها … للسماء
مخضبة بدماء الخلود
أخي هل سمعت أنين التراب
تدُكّ حَصاه جيوشُ الخراب
تُمَزقُ أحشاءه بالحراب
و تصفعهُ و هو صلب عنيد
أخي إن نمُتْ نلقَ أحبابنا
فروْضاتُ ربي أعدت لنا
و أطيارُها رفرفت حولنا
فطوبى لنا في ديار الخلود
ژباړه :
ورورجانه ! ته د زندان د دېوالو شاته او زولنو سره آزاد یې! که الله تعالی ته ژمن وې نو د غلامانو فریبونه درته هیڅ زیان نه شي رسولی.
ورورجانه ! د تیارو لښکرې به ورکې شي او په نړۍ به نوی سباوون راوخیږي،نو خپل روح پریږده چې وځلیږي ترڅو سهار ووینې چې له لرې موږ څاري.
ورورجانه ! په یوه ذلیل غشي ولګیدې او د یوه ضعیف او غلام لاس لخوا هدف وګرځیدې، خو دغه لاس به یوه ورځ قطع کیږي، ته صبر وکړه،ځکه تراوسه د زمریو له ځالې وینې نه دې بهیدلې.
ورورجانه ! له لاسونو دې وینې وڅڅیدې،خو ویي نه منله چې د غلامۍ زولنې یي مړاوې کړي،ډیر زر به یي قربانۍ په تلپاتې نکریزو رنګیدلې د اسمان په خوا پورته کړي .
ورورجانه ! آیا د خاورې ژړا دې اوریدلې،چې سنګریزې یې د ورانۍ دلښکرو لخوا ټکول کیږي،د بدن اعضاء یي په تورو وهل میده کیږي او په څیړو وهل کیږي ، خو هغه لا هم کلک او محکم دی .
ورورجانه ! که مړه شوو نو له خپلو ملګرو سره به ملاقي شو،همالته په جنت کې دالله تعالی له لوري موږ ته باغچې تیارې شوي دي،چې مارغان به یي زموږ په شاوخوا الوځي،نو په هغه دوامدارو کور کې به موږ ته خوشالۍ وي.
ورپسې په پښتو کې وویل :
ته چې سترګې تورې کړې
ور به په ما پورې کړې
ما به کړې ملنګه ما به کړې ملنګه
د (اور) پرځای یې (ور) وویل بیخي ډېر مو ورته وخندل، ښکلی اواز یې و، ډېر مې خوښ شو حیران شوم چې دا پښتو یې چیرته زدکړي.
زابلي ځوان ترانه نه وه زده خو مجبور و چې وار یې تیر کړی وای په ډیر زور یې داسې ګډوډې وویلې:
سترګې وړې شه دي که غټې
وړې لاشه دي غټې اور رالګوینه.
له دې سره یې دتختې نه جوړ دیوال ته درز ورکړ سمه دربا یې ترې جګه کړه، دده وار ختم شو اوس مې غوږونه بریدل چې خامخا به راباندې غږ کوي، همداسې وشول ټولو په یو غږ وویل چې خوستیه پرې ورځه نو!!
ما هم سات ونه غوښت تازه شعر مې چې په تور زندان کې، مات ګوډ په ذهن کې سره پېیلی و زمزمه مې کړ:
هره دښته به طالب شي، هریو غر به القاعده شي
داچې ستاسې کړه، او، وړه وي سمه و غر به القاعده شي
زه پوهیږم چې له ما به فلسطین ثانې جوړ کړې
هر افغان بچې په لاس کې هرحجر به القاعده شي
ستا بي باون ځواک ته رسي زمونږ ددنګو غرونو څوکې
اریانا دغرونو کاڼي او شجر به اقاعده شي
غزنوي توره په لاس به په میدان کې راښکاره شي
احمدشا به شي راپورته او قیصر به القاعده شي
سرزمین به په تا اورشي درته جوړ به سور تنورشي
خلاصیدل به دې مشکل شي هربشربه القاعده شي.
پاتې وروستنی کړۍ چې نوم مې پکې و داحتیاط له وجې مې پریښوده،  ومې نه ویله، ددې په اوریدو سره ټول ملګري خوښ شول آفرین آفرین یې وویل زیاته یې کړه چې موږ پوه شو چې ته هم زمونږ له ډلې یې، هسې یې نه یې راوړی بې غمه اوسه انشاالله سم ساعت به موسره تیرشي.
دشپې مې سم خوب نه و پوره شوی سترګې مې سره ورغلې، ښه خوندور خوب مې وکړ، په ځان نه یم پوه شوی، ډیر وخت وتلی و، یو نااشنا خوب مې لیده، ورور مې راشي په خندا وي ماته ډاډ راکوي،وایې مه خفه کیږه دخدای تعالی په لار کې دا راځي باید په ورین تندي یې وزغمې،هسې هم دوه ورځې ژوند دی باید دحق لپاره ډیرڅه ومنې!  یوچا نارې کړې راویښ شوم نظرمحمد و، دڅنګ دېوال یې وټکاوه، ویل یې ژغ مې اورې!؟
ما وویل: ظالمه ولې دې راویښ کړم، څه ښکلی خوب مې لیده، خو پریښی به دې وای!
نظرمحمد خفه شو بښنه یې وغوښته زیاته یې کړه:
ها وایه اوس خو شوي دي، څه دي لیدل چې دومره زهیرشوې؟
ما وویل ورور مې په خوب کې لیده، ډیرښکلی لباس، تک سپین پاج پټکی یې پرسر و، زړه مې پرې خوږ شو، هی هی کاشکې نه دی وای راویښ کړی!
ویې پوښتل: ورور دې چیرته دی اوس؟
ــ هغه شهید شوي!
ــ چېرته ګرانه او څه وخت؟
ما وې اوس ددې وخت نه دی، پاس شیان لګیدلي، کمرې دي شاید دثبت وسایل هم وي!
ــ نه ګرانه مه ویریږه، هغه پاس سپین شیان خو به نه ښایې؟
ــ هو همدا دي کنه کټ مټ لکه لوډسپیکر داسې سوري لري!
– په خندا شو ویې ویل:
هی هی ګرم نه یې، ته نوی یې، ځکه ویریږې، هغه دسیګریټو او اور ضد شیان دي، کله چې اور ولګیږي یا دود شي نو بیا هارن کوي ، ترڅو ساتونکي ورباندې خبرشي، نور هیڅ شی نشته!
زه غلی شوم په زړه کې مې راتېر شول چې ولې یې ووایم څه ګټه لري، پوهیږم چې نظرمحمد یوحافظ دی، ښه سړی دی، خو ګټه یې څه ده، باید پټه خوله واوسم، ده بیا هم وویل چې ګرانه ته مه ویریږه هیله کوم یو څه ووایه، موږ نوي بندي ته سترګې وي چې د بهر حال راوړي، په نوي حالاتو مو خبر کړي چې څه پیښیږي او څه روان دي، ګوره اې ته ودریږه. . .
بیا دڅنګ دیوال ته راغی  خوله یې رانیږدې کړه، ددوو کوټو په منځ کې یو وړوکی شان چول (وت) و چې اواز ښه پکې راتلو ویې ویل اوس وایه څه حالات و په بهر کې، خیر دی په قرار یې وایه، چې نور څوک یې وانه وري!
ما دده داطمنان لپاره وویل چې انشاالله فتح قریبه ده، لږ انتظار غواړې، ډېر لږ، فقط یو څه صبر ته ضرورت دی.
ــ نه دا ووایه چې دبهرخلکو سره دبندیانو غم شته که دپخوا په شان عیش او عشرت کې ډوب دي خپل تجارتونه کوي؟
دې خبرې نه یې ډېر متاثر شوم، په زړه مې یوه یخه غوندې هوا ننوته، زنې مې ورپیدې خو ډېر ژر مې ځان راقابو کړ، ده ته مې ښه امیدواروونکی ځواب ورکړ:
هو! ولې نه، ټول ولس خارجیانو ته په غصه دی فکر کوم که امریکایان همداسې خپلسري عملیات کوي، بې ګنا خلک نیسي په کورونو په توره شپه کې چاپې وهي، نو ډیر زر به ووینې چې ولس به یو دم پورته شي ملي پاڅون به وکړي!
ــ ها!؟
یانې په ولسي خلکو کې دا روحیه پیدا شوي؟
ــ عجیبه خبره کوې ولې به نه پیدا کیږې خارجیانو څومره ظلمونه وکړل دڅومره خلکو جنازې یې وویستې، ستا څومره وخت کیږي دلته؟!
ده وویل:
څلور کاله او دوه میاشتې!
ډیرخفه شوم څلورکاله یې وتلي و.  دی خوارکی په دي فکرکې و چې ولس به دخارجیانو پرخلاف ملي پاڅون وکړي، امریکایان به وشړي او موږ به ازادشو، څه خبر و چې ولس دفیل په غوږ کې  داسې په درانه خوب ویده شوی  چې ترکلونو کلونو یې راویښیدل ناشوني دي.
زه پوهیدم چې نظرمحمد به ضرور زما دنیول کیدو او یاهم زما دورور دشهادت لامل پوښتې چې څه وړ شهید شو او ولې یې راوړی یې نو وار مې لومړی کړ ومې پوښتل :
ــ حافظ صیب کولای شې چې ووایې څنګه نیول شوی یې؟
ده زما دیوې پوښتنې په ځواب کې ټوله دژوند او نیول کیدو کیسه وکړه خو کله چې دې ځای ته ورسیده ( تازه  له مدرسې څخه راغلی وم، درس مې په کویټه کې ویلو، مور مې ډیره سخته ناروغه وه سرته یې ناست وم وریندارې ته مې یې ورغږ کړ چې زوی ته مې یو ګیلاس ګرمې شیدې راوړی، هره ورځ به مې په زړه کې ورته ښخ و، هلی شاباس بیړه وکړی، مور مې ماته  ریږدیدلي لاسونه راوړاندې کړل زه یې ځان خواته ورجوخت کړم، په ټنډه یې ښکل کړم ویې ویل زویه ډیرمې یادیدې دا وار خو بیخي ډیر وځنډیدې!
ما وویل مورې بیا به ډیر وخت نه تیروم، ترڅو چې ته نه وې ښه شوې نو ضرور به په میاشت کې یوځل راځم!
مور مې خوشاله شوه دوعاوې یې وکړې زیاته یې کړه:
زویه بوډۍ مور دې بې له دې هم دکمره په سر ولاړه ده خدای خبر چې ترډیره به درته ژوندی وي خو بیا هم ټولو ښځو ته او ستا مشرې خور ته مې ویلي چې په تا به ډیر پام کوي!
ما وویل:
داسې مه وایه مورې !
خدای دې تا ژوندی راته لري، مرګ په زاړه او ځوان پورې نه دی تړلی مور پلار یې ژوندي وي ځوان زوی یې جنازه بار شې!
په دې خبرو لګیا و چې یو شور شو، اوزاونه شول، بدې نارې وې،غټ غټ سپی و، یودم لس شل کسان په کور راننوتل، دسپیو په شان غپیدل، موږ ټول وارخطا شوو، مور مې یوه شیبه همداسې حیران حیران راکتل، نه پوهیده چې څه ټکه راولویده، زه هم وارخطا وم، لاسونه پښې او زنې مې رپیدې، یو څوکسانو مې لاسونه ټینګ راوتړل، په سریې یوه توره کڅوړه راواغوسته پړمخې یې په ځمکه څملولم نور نه پوهیدم چې څه وشول خو دمور دا غږ مې اوریده چې ویل یې :
بو یې ځی، هیڅ پروا نکوي خو دا یوګیلاس شیدي دې وڅښې زړه کې مې ورته خښیږي!!
خو د سپیو په غپا کې مې دمور غږ ورک شو،  زه یې دباندې په ډیکو ډیکو راکش کړم!
نور مې کیسه وانه وریدلی شوه، له سترګو مې اوښکې روانې شوې، بیخي ډیر مې وژړل. دی همداسې لګیا و کیسه یې کوله، صبر مې ختم شو، بس بس مې وویل، دی هم پوه شو چې نه غواړي نور دادردوونکی داستان واوري.
یوه شېبه دواړه غلي وو،  دماسپیښین اذان وشو.  زه تشناب ته دتلو لپاره دروازې خواته لاړم عسکر ته مې نارې کړې:
سولجر!؟
سولجر!؟
عسکر راغی ویې پوښتل:
وټ ایز پرابلوم؟
ما وویل:
ــ باتروم!
عسکر په پښتو وویل:
صبړ وکا
لس دقیقې وروسته راغی، لاسونه یې راوتړل دروازه خلاصه شوه تشناب ته لاړم، له هغې خوا چې راتلم ټول ملګري په وړه کۍ شیشه کې زما لیدو ته ولاړو ټول مې ولیدل سلام مې پرې واچاوه، ټول ښکلي ځوانان و په سروجامو کې یې رنګونه تک ژیړ ښکاریدل، نظرمحمد مې هم ولید ښکلي ځوان و لږه لږه ږیره یې راغلې وه،  خو بدن یې په غوښو پټ و.
لمونځ مې وکړ،  ډوډۍ یې راوړه ومې خوړه،  خو زړه ته مې نه کېده، په وچ زور مې څوبیسکټ  تر وچ ستونې تېرې کړل، دنظرمحمد بوډۍ مور مې همداسې سترګو ته تاویده، هغه دشېدو پیاله خو مې بیخي نه هیریده، چې مور به یې نظرمحمد په زړه کې هروخت ورته ښخ و.
نظرمحمد ته مې ورغږ کړ،  ددېوال خواته یې غوږ رانږدې کړ، ډاډ مې ورکړ ورته ومې ویل، چې زه ډېره عفوه غواړم،  چې ما تراوسه تاته دزړه حال نه و ویلی اوستا دسوال ځواب مې درنکړ.  هیله ده چې خفه شوی نه وې واوره اول دورور دشهادت کیسه کوم بیا به دخپل ژوند اوږد نقل درته بیان کړم!
نظرمحمد ها وویل ما شروع پرې وکړه:
زموږ مېلمستون!  ( حجره)
ښه مې په یاد دې چې ناڅاپه یوه لويه زوروره چاودنه وشوه، موږ پخپلو غوږونو باور نه راته، نه پوهیدو چې څه وشول او څه معامله روانه ده،موږ د اسمان په لورې سترګې غړولې، خو دلته نږدې زموږ ملمستون په فضا کې پورته شو،په یوه شېبه کې  خړو دوړو او د باروتو بویونو اسمان په سر واخېست.
دا د (۲۰۰۲) م کال د۴  میاشتې ۱۸ مه نېټه وه، چې د حمل له ۳۰ نېټې سره برابریده، دسهار شپږو بجو بې بي سې خبرونه چالان وو، زه له مېلمستون څخه څو دقیقې وړاندې راستون شوی وم،غوښتل مې چې دچای پتنوس له وړلو وروسته بېرته وروګرځم،خودا یوازې د ستر ذات ج مهرباني وه چې ژوندی پاتې شوم.
د چاودنې د درانه غږ له اوریدو وروسته یوه شېبه ځای پر ځای مېخ پاتې شوم،مور مې د څنګ له پخلنځي څخه په منډه له یوې کریکه سره راووته، د مور په غږ  مې په بدن کې یو نالیدلی ځواک رابیدار شو،موږ دواړو د مېلمستون په لورې ورمنډې کړې!
که څه هم زموږ دکور او مېلمستون ترمنځ ډېره فاصله نه وه،فقط یوشل قدمه لار وه خو، بیاهم دومره اوږده او ستونزمنه شوه چې، تا به وې لکه په یوه لوړ غره ورخیږم، پښې راپسې درنې وې،په سترګو څه نه لیدل کیدل،دباروتو بویونه او دوړې همداسې په فضا کې ترسترګو کیدې،دچاودنې غږ تر لرې ځایونو اوریدل شوی و، بې شمېره خلکو منډې راوهلې خو، موږ ځکه ترټولو وړاندې دپېښې لیدونکي وچې،ترټولو پېښې ته نږدې وو.
دانګړ ددروازې په پرانیستلو مو یو څه اواز تر غوږ شو، چې له موږ سره یې په وړاندې تګ کې ډیره مرسته وکړه، همدا اواز مو تعقیب کړو،ورنږدې شوو په پټو سترګو مو لاسونه د یو چا په زنګنونو ورولګیدل، دا مولوي صیب رحیم الله و،  چې په زخمي حالت کې یې هم کلیمې ویلې او په ذکر الهي یې خپل زړه ته اطمنان ورکاوه.
نظرمحمد وپوښتل:
وبخښی، مولوی صیب رحیم الله څوک و؟!
ما وویل: صبر وایم یې غوږ شه!
مولوي صیب رحیم الله د نورحسن زوی د خوست ولایت دلکڼو ایوبخېلو اوسېدونکی و، ښکلې دنګه ونه او نوراني قواره یې لرله،په دې برسیره ښکلو تکو تورو اوږدو زلفو یې لا هم ځوانۍ ته ښکلا وربښلې وه. ددیني علم ستره خزانه وه،  د ژوند تېر وختونه یې د مهاجرت په دیار کې سبا کړي وو،  د ځوانۍ نوي تازه د جوش او جذبې ورځې یې دجهاد په ګرمو سنګرونو کې تېرې کړې وې، خو نن زموږ په وړاندې ناتوانه، ټوک ټوک، پرهرژلی بدن پروت و.
نور بیا . .
یادونه : دعربي شعر ژباړه دقاري سعید په مرسته شوې مننه ترې کوم.(بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

مننه بریال صاحب ستاسو کیسه مي له هماغه سره درسره راپیل کړي ده او ټولې برخې مې په زور او زیر لوستي چې ډیر خوندوره او جالبه ده ، چې نن ټکی اسیا ته راشم نو لومړی ګورم چې ددې کیسې نوې برخه خو نه ده راغلې که راغلي وي لومړی همدا لولم راتلونکو برخو ته یي علی اشد حرمن جمر منتظریو

حتيف

ما هم تولي برخي لوستي او نن جي دنظر محمد دمور خبرو ته راورسيدم جي ويل يي:
بو یې ځی، هیڅ پروا نکوي خو دا یوګیلاس شیدي دې وڅښې زړه کې مې ورته خښیږي!!
له سترګو مې بي اختياره اوښکې روانې شوې… الله دي تولو موركانو ته خبل بندي بجيان بخير او زوندي راولي…

رحیم بریال

له ټولو درنو دوستانو څخه دزړه له تله مننه کوم چې ماته مو تشویق راوبخښه، او نن ټکي اسیا له مشرتابه څخه هم په ډیر درنښت نړی مننه کوم چې سره له دومره زیاتو بوختیاوو یې پدې برخه کې نه یوازې زما سره مرسته کړي بلکه پر تشویق، هڅونه او ترتیب برسیره یې بې له ځنډه زما لیکنه خپره کړي!!
ټول دې راته ژوندي وی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x