fbpx

ایا امریکایان په افغانستان کې د حالاتو د کنټرول توان لري؟!!

لیکوال: شاهد (غزنیوال)

له شکه پرته چې د امریکا متحده ایالات د نړۍ د یوه ستر اقتصادي او پوځي ځواک په توګه د نړیوالو بدلونونو او پیښو په جريان او كنټرول کې لوی لاس لري.

د افغانانو د جهاد له برکته د سړې جګړې پایته رسیدلو امریکاته په نړۍ کې د یکه تازي امتیاز ور په برخه او له دې سره سم يي په نړۍ په تیره منځنی ختیځ کې چې له اقتصادي اړخه د نړۍ د نفتو ۳۲.۵ سلنه له همدې سیمې ترلاسه کیږي پراخ توسعوي حرکات پیل کړل.

په ۱۹۹۱ کې امریکایانو د عراق پخوانی ولسمشر صدام حسین تحریک کړ چې خپل ګاونډی هیواد کویټ اشغال کړي کله چې هغه کویټ اشغال کړ امریکایانو له عراقي اشغال څخه د کویټ د آزادولو په پلمه له ۳۴ هیوادونو څخه پوځي ایتلاف تشکیل او په عراق يي پوځي برید وکړ.

همدا راز هغوی په سیمه کې د خپلو ځواکونو د پوځي او لوجیستیکي اکمال په پلمه د خلیج په اوبو کې خپلې جنګي بیړۍ لنګر کړي.

د خلیج په اوبو کې د امریکايي بیړیو تر لنګر کیدو وروسته ۱۷ امریکايي پوځي لوا وې په سعودي، کویټ، قطر، بحرین او عمان کې ځای پر ځای او په دې کار سره امریکایانو وکړای شول چې ټول خلیج او د هغه نفتي صادرات په خپل کنټرول کې راولي.

د خلیج له دوهمې جګړې وروسته چې امریکايانو تر خپلې مشرۍ لاندې د ۳۴ ایتلافي هیوادونو په پوځي مرسته کویټ د عراق له اشغاله بیرته آزاد کړ امریکايي بحري بیړۍ او د هغوی پوځي قطعات په خلیجي هیوادونو کې په دې پلمه پاتې شول چې یاد هیوادونه د صدام حسین له احتمالي برید څخه وساتي .

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پیښې وروسته چې امریکایانو په افغانستان باندې برید وکړ، هغوی د دغه برید ټول پوځي او لوجیستیکي اکمالات په خلیج او خلیجي هیوادونو کې له مخکي ځای پرځای کړیو بحري بیړیو او پوځي اډو څخه وکړل.

امریکایانو چې د کویټ د آزادولو په پلمه يي په عربي خلیج کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړل له دې څخه یې دوه مهم اهداف ترلاسه کړل .

په اقتصادي لحاظ يي د خلیج نفتي ذخائر تر خپلې ولکې لاندې راوستل او په پوځي لحاظ یې په منځني ختیځ او په ټولیزه توګه د آسیا په لویه وچه کې د خپلې توسعوي تګلارې د عملي کولو لپاره زمینه مساعده کړه.

امریکایانو دغه ټول حرکات د قبلي طرحه شوي پلان له مخې ګام پرګام عملي او د عملي کیدو په مهال یې له کوم مشکل سره نشول مخامخ .

د آسیا لویه وچه چې د نړۍ د نورو براعظمونو په نسبت تر ټولو پراخه سیمه ګڼل کیږي او د امریکا دوه ستر اقتصادي او پوځي سیالان چین او د روسیې فدراسیون هم په دغه بر اعظم کې موقعیت لري.

په منځنۍ آسیا کې د امریکايي نفوذ د توسعې لپاره امریکایانو تیرکال د روسیې فدارسیون په ګاونډ کې د اوکراین لانجه پیل کړه چې له امله يي د روسیې فداراسیون ته لوی سرخوږی جوړ کړ .

په منځنۍ آسیاکې هم د اوکراین د لانجې په راپیداکولو کې امریکایان تر ډیره حده بریالي او د ملګرو ملتونو او اوروپايي اتحاد له وجاهت نه په استفادې سره د مسکو پرخلاف خپل فعالیت پرمخ بیايي.

دا چې افغانستان د اسیا د لويې وچې د زړه په حیث د آسیا د کنټرول لپاره تر ټولو محوري رول لري ، هغوی مجبور ول چې تر بل هرڅه له مخه افغانستان تسخیر او بیا له هغه ځایه منځنۍ اسیاته د نفوذ لاره پیداکړي.

د افغانستان تر اشغال له مخه چې امریکایانو د سیمې د لاندې کولو او تسخیر لپاره کوم توسعوي پلانونه طرحه کړي ول هغه یې ټول بغیر له کوم مزاحمت نه ګام پرګام عملي کړل ، خو د افغانستان د اشغال په لومړۍ ورځ له مزاحمت سره مخ او د ۱۳ کلونو په تیریدو سره یې ورځ تربلې په دغه مزاحمت کې زیاتوالی راتو.

امریکایانو د افغانستان په اشغال کې دومره پوځي اواقتصادي تاوانونه ولیدل چې هغوی د خپل تاریخ په اوږدوکې کله هم نه وه لیدلي او له امله یې د امریکایانو په پوځي قاموس کې د افغانستان د جګړې لپاره د ترټولو اوږدې جګړې (The longest war in American history) تر ټولو تاواني معرکې (Battle America Loser ) نوي نومونه اضافه شول او بالآخره یې په ناکامي سره له دې هیواده د خپلو اشغالګرو ځواکونو د پرشاتګ پریکړه وکړه .

خو امریکایان چې ځان د نړۍ تر ټولو ستر طاقت ګڼي دا نه مني چې هغوي په افغانستان کې شکست خوړلی ، همدا لامل دی چې لايي هم د افغانستان له تسخیر څخه زړه نه دی صبر شوی او د تاواني شوي قمار باز په توګه بیا، بیا دلته د خپل اشغال د کامیابولو هڅې کوي .

په دې کې شک نشته چې له افغانانو پرته پرنورې نړۍ اوس هم د امریکايي ځواکمنتوب راج چلیږي او اوس هم په منځني ختیځ کې د هغوی د منافعو دتحقق لپاره ډیر اسلامي او غیر اسلامي هیوادونه د هغوی تر قوماندې لاندې پوځي ایتلافونه تشکیلوی.

همدا راز د افغانستان په ګاونډ کې د افغانستان ځیني ګاونډیان د امریکایانو په دستور په افغانستان کې د امریکايي اشغال د بقاء او بریالیتوب لپاره هلې ځلې کوي.

خو د افغانستان د جیوپولیټیک او جیواستراتیژیک خصوصیت له مخې دا هیوا یولړ داسې ځانګړتیاوي لري چې خپل مکاني او زماني شرائط پر یرغلګرو تحمیلوي ، نه دا چې د هغوی پلانونه دلته د پلي کیدو چانس ولري.
دا هسي عادي تحلیل او تخمین نه بلکې هغه واقعیت دی چې په تیره یوه پیړۍ کې دوه ځلې د نړۍ پر دو لویو قوتونو انګلیس او شورویانو عملا پلی شوی او پر امریکایانو د پلي کیدو په حال کې دی.

اوس چې امریکایانو په افغانستان کې د خپلې بقاء لپاره کوم نوی تحرکات پیل کړي او له امله يې دافغانستان ګاونډي اوسیمه ییز هیوادونه ټول په تحرک راوستلي دا هم د امریکایانو د تیرو ناکامو هلو ځلو ناکام تسلسل دی چې دوی ته به هیڅ ګټه ونه کړې خو ځوریدلي افغانان به له نورو زیاتو کړاوونو سره مخ کړي.

هند په جنوبي آسیاکې ستر هستوي ځواک دی ، امریکایانو هغه ته په سیمه کې د استراتیژیک دوست نوم ورکړی ، چین بیا د امریکایانو اقتصادي حریف دی چې د امریکا د توسعوي سیاست برعکس یې خپل ټول تلاش د اقتصادي ودې او توسعې لپاره ځانګړی کړی .

که امریکایان په افغانستان کې په پوځي لحاظ ځان ټینګول غواړي خو چین بیا د هغوي په مقابل کې پر اقتصادي توسعې پانګونه کوي ، همدا شان پاکستان او ایران د تجارتي او اقتصادي پروژو تر پلمو لاندې په افغانستان کې د خپل استخباراتي نفوذ په لټه کې دی چې په مجموع کې د غه ټول تحرکات په مستقیم او غیر مستقیم ډول په افغانستان کې د امریکايي نفوذ اوبقاء تاثیرات دي چې ځوریدلي افغانان د لا وارثه ملت په توګه د دغو شومو اجنبي پلانونو د تحقق قربانیان دي.

امریکایان که هرڅومره په پوځي او اقتصادي لحاظ ځواکمن دي خو د افغانستان په تسخیرولو کې یې ټولې هلې ځلې په ناکامۍ محکومې دي ؛ ځکه دوی د افغانستان او افغانانو له ځانګړي خصوصیت سره بلدیت نه لري ، او کوم محلي او سیمه ییز اجیران چې دوی یې د افغانستان د لاندې کولو لپاره کاروي هغوی د افغانانو په زړونو کې سخت منفور دي ، تیر دیارلس کلن جریان په افغانستان کې د محلي او سیمه ییزو اجیرانو موثریت هرچاته ښه څرګند کړ.

که نور هم امریکایان د هغوی په زور په افغانستان کې د خپلې بقاء کوښښ او یا پر هغوی پانګونه کوي نو ورته په کار دي چې د دغې مرحلې د تکامل لپاره هم په نورو بشري تاوانونو سر بیره یو تریلیون ډالري اقتصادي زیان منلو ته هم ځان اماده کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د