کراچۍ کې د سپيو غوښو پلورونکي قصابان نيول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د کراچۍ کورنګي ابراهيم حيدري سيمه کې پوليسو دوه قصابان نيولي، چې پر خلکو به يې د سپيو غوښې پلورلې.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې پوليسو ابراهيم حيدري سيمه کې د قصاب پر دوکان چاپه ووهله او دوه قصابان يې په داسې حال کې ونيول، چې د سپي غوښه يې پرې کوله.

پوليس د قصابانو له قوله وايي، چې له شپږو مياشتو راهيسې يې پر خلکو د سپيانو غوښې پلورلې.

دغو نيول شوو قصابانو ايکسپريس تلويزون ته وويل، چې دوی به بازارونو او لرو پرتو سيمو کې کوڅه ډب سپي نيول او د دغو سپيانو غوښې به يې بيا د کراچۍ په ګڼو سيمو کې پر خلکو پلورلې.

پوليس وايي، چې دوه مجرمان يې نيولي او د درېيم ملګري لټون يې روان دی.

د يادونې وړ ده، چې پوليسو تر اوسه د نيول شوو قصابانو پر ضد د سپي غوښو دپلورلو دوسيه نه ده رسمي کړې او يوازې ليکلي يې دي، چې انساني بدن ته زيان رسوونکې غوښه يې پلورله.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان او افغانستان کې قصابان د خرو او سپيانو غوښې پلوري.

تېره مياشت د پنجاب پوليسو ځينې قصابان نيولي وو، چې د خرو غوښې يې پلورلې او رسنيو ته يې وويل، چې دوی به دولتي چارواکو او پوليسو ته هم دخرو غوښې په رشوت کې ورکولې.

څه موده وړاندې د بلخ ولايت د جنايي جرمونو مسؤولينو يو قصاب په دې تور نيولی و، چې پر امنيتي ځواکونو يې د خرو غوښې پلورلې.