fbpx

ننګرهار: دوو چاودنو ۸ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار  کې دوو بېلابېلو چاودنو  اته تنه ملکي وګړي وژلي او ۳ نور يې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې لومړۍ چاودنه د سره رود ولسوالۍ د پل شکسته په سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین په توسط شوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې په چاودنه کې لږ تر لږه د ښوونځي ۲ ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د یو بل خبر له مخې د ددغه ولایت د اچین ولسوالۍ په پنډولا سیمه کې د ملکي وګړو په یوې سراچه ډوله موټر چاودنې ۶ کسان وژلي او ۲ نور يې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیاء عبدالزي د پېښې د پخلي سربېره ویلي چې چاودنه نن ماسپښین ۱ بجه د اچین ولسوالۍ په پنډولا سیمه کې د ملکي وګړو په یوې سراچه ډوله موټر وشوه.

هغه زیاته کړې چې په وژل شوو کې ۲ ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي او ټپيان یې نېږدې روغتون ته انتقال کړي دي.

څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې غړی فریدون مومند هم د جلال اباد ښار ته څېرمه له یوه موټر بم چاودنې روغ ووت.

په فریدون مومند چاودنه کې ۳ کسان وژل شوي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د