دناټودرې سرتیري ووژل شول

73493_1683411769383_1360261246_1757045_2206352_n 
په افغانستانوکي دبهرنیوعسکرودایتلاف ناټو منابع وايی چي، دافغانستان په لویدیځه برخه کي یی درې سرتیري وژل شوي دي . په خبرکي ویل شي چي دوژل شويوعسکرو مړینه دسړک دغاړي دیوه ښخ شوي  ماین دچاودلوپه نتیجه کي رامنځ ته شوي ده .
خوورسره دتل په څېر دوژل شویوعسکرو هویت اودپیښې دقیق ځاي نه دي ښودل شوي.
په یادمرګ سره په روانه میاشت کي دوژل شویوبهرنیانوشمېر ۲۳ تنوته جګ شوچي دروان کال شمیریې ۵۳۹ تنوته پورته شو.
دیادونې وړده چي په تیر۲۰۱۰ کال کې بهرنیانودخپلو۷۰۰ سرتیرو وژل کیدل اود  ۵۰۰۰ په شاوخواکي دژوبلیدلو منلي وو چي په روان کال کې چې تراوسه یې څلورورځې ختمیدوته پاتي دي بهرنیانودخپلو۵۳۹ عسکرووژل منلي دي، اودژوبل عسکروپه باره کي یې لاتراوسه دقیقه شمیره نده په ډاګه کړي.

                                                                         ندیم توخي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د