نړۍ

عراق: امریکايي اشغال تر یو ملیون زیاتې مېرمنې کونډې کړي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، کب ۱۱مه ۱۳۹۳ل): عراق کې امریکايي اشغال په یوازې تېرو څو کلونو کې تر یو ملیون زیاتې مېرمنې کونډې کړي دي.

مډل ایسټ مانیټر وېبپاڼې د عراق د ښځو د چارو وزیرې بیان نوري له قوله لیکلي چې د تېرو څو کلونو جګړو تر ټولو زیات بد اغېز په ښځو کړی دی.

هغې زیاته کړې چې جګړو په عراق کې تر یو ملیون زیاتې ښځې کونډې کړي دي.

په ۲۰۰۳ز کال کې د امریکا په مشرۍ اروپايي هېوادونو د صدام حسین حکومت ړنګ او عراق یې اشغال کړ. د امریکا د راتګ سره عراقي مسلمانانو د امریکايي اشغالګرو سره وسله‌واله مبارزه پیل کړه.

د افغانستان په نسبت امریکايي ځواکونو په عراق کې ډيرې درنې مرګ ژوبلې ولېدې. بهرنیو ځواکونو د افغانستان په څېر پر دوی د شویو بریدونو بدل له ملکي وګړو اخېستلو چې له کبله یې لکونه بېګناه خلک ووژل شول.

تر اوسه هېڅ یو امریکايي د عراق د ملکي وګړو د ټولوژنې په جرم نه دی محاکمه شوی.

عراق چې په سیمه کې قوي مسلمان هېواد و او لویدیځه نړۍ ترې په ویره کې وه، د امریکايي اشغال وروسته ترې د مرګ ژوبلو د خبرونو پرته نور څه نه راځي.

صدام حسین که څه هم دیکتاور ګڼل کېدو، خو په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو ظلمونو عراقیان د صدام په حکومت پسې ارماني کړي.

د عراق شیعه حکومت دغې وزیرې زیاته کړې چې په هېواد کې یې د ښځو نفسیاتي حالت خورا بد دی او دا ډيره ستونزمنه ده چې ژر ځای ته راشي.

د یادونې وړ ده چې په عراق کې اوسمهال د القاعده یوې پخوانۍ څانګې «اسلامي دولت» زیاتې سیمې نیولي او د بغداد تر دروازو رسیدلي. د «اسلامي دولت» د بریا راز هم په دغه هېواد کې د امریکا او شیعه حکومت ظلمونه ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x