افغانستان

القاعده له دوی سره بندي سعودی ديپلومات خوشې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د سعودي کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ددغه هېواد یو ديپلومات چې ۳ کاله وړاندې القاعده نوموړی د کور مخې څخه تښتولی و، بېرته هېواد ته ستون شوی.

عبدالله محمد خلیفه الخالدي د یمن په عدن ښار کې د سعودي د قونسلګرۍ مرستیال و.

کورنیو چارو وزارت په خپلې یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ديپلومات يې د دوی د څارګرې ادارې د مسلسلو کوښښونو وروسته هېواد ته ستون شوی دی.

په عدن ښار کې د الجزیرې خبریال وايي چې یاد سعودی ديپلومات د یوې یمنۍ قبیلې په منځګړیتوب راخوشې شوی. هغه ویلي چې د سعودي ديپلومات د خوشې کېدو په اړه نور جزییات په لاس کې نه لري.

عبدالله الخالدي د ۲۰۱۲ز کال په مارچ په ۲۸مه القاعده د کور له مخې وتښتولو او وروسته یې په ځينو ویډيويي فلمونو کې هم ښکاره کړ. القاعده په دغو ویډیو ګانو کې د سعودي حکومت څخه د نوموړي د خلاصون په بدل کې د خپلو ملګرو خوشې کيدل او تاوان غوښتی و.

ویل کیږي ځینو یمني او سعودي علماو د دغه ديپلومات د خلاصون لپاره په ۲۰۱۲ کې له القاعده سره خبرې ترې کړې وې.

همدا راز هغه مهال القاعده ددغو منځګړو پر مټ سعودي سفیر ته یو لیک هم لیږلی و او ځېنې غوښتنې یې ترې کړې خو ددغه لیک تفصیل بیا خپور نشو.

ددغه ديپلومات د خوشې کېدو په اړه تر دې دمه نه سعودي او نه هم القاعده تفصیلات ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x