افغانستان

سیاف: د سولې پر لور باید په «احتیاط او دقت» ګام پورته شي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، کب ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د اسلامي دعوت ګوند مشر، عبدرب الرسول سیاف په خپلو تازه څرګندونو کې د سولې په تړاو د خپروو شوو راپورونو په اړه له حکومته غواړي چې په «احتیاط او سنجیدګۍ» سره ګام پورته کړي. سیاف چې له یوه محلي تلویزیوني چېنل سره یې خبرې کولې، د ګډ حکومت د مشر، اشرف غني له خوا یې له ځینو څېرو سره د سولې په اړه د مشورو هرکلی وکړ.

د سلواغې پر ۲۶مې سیاف پر ګډ حکومت توندې نیوکې وکړې او د ولسمشر غني کړنې يې «دیکتاتورانه» او «حرامې» وبللې. د شمال ټلوالې دغه پخواني جګړه مار له هغې راهیسې پر ګډ حکومت نیوکې کوي، چې په کابینه کې ورته برخه نه ده ورکړل شوې. د حامد کرزي د دیارلس کلن حکومت په پیر کې سیاف د حکومت له کلکو ملاتړو څخه و. د سلواغې ۲۶مې له غونډې راهیسې دا لومړی ځل دی چې سیاف د ولسمشر غني د کړنو په اړه په خپل دریځ کې نرمښت راوړي.

سیاف دا ځل د هېواد ملي حاکمیت، د وروستۍ لسیزې د «لاسته راوړنو» په ساتلو سره د سولې خبرې مني.

د سیاف په باور «طالبان د جګړې طرف نه دي. دلته نور اړخونه دي چې د طالبانو ملاتړ کوي». دغه پخواني جنګسالار په ډاګه نه کړه چې څوک د طالبانو ملاتړ کوي.

عبدرب الرسول سیاف د طالبانو د ځواکمنیتاوو په اړه وايي: «که طالبان تر شا نور ملاتړي ونه لري، په یوازې سر څه نه شي کولای». سیاف طالبان او پاکستان یو بولي او په خبره یې: «د طالبانو او پاکستان خبره یوه ده. څه چې پاکستان وايي، طالبان یې مني، او څه چې طالبان وايي، د پاکستان خوښه ده».

سیاف پاکستان ته د ولسمشر غني له لورې پر ورکړل شوو امتیازاتو نیوکه کوي او وايي چې نه غواړي د افغانستان بهرنی سیاست د کوم بل هېواد تر اغېزې لاندې راشي. سیاف وايي، له پاکستان سره دوستي غواړي؛ خو دا دوستي باید له «کوم بل هېواد» سره د افغانستان اړیکې زیانمنې نه کړې.

سیاف ټینګار کوي چې حکومت باید له «بهرني» اړخ سره د هرې مسئلې په اړه د ملت نظر وغواړي. سیاف د تېرو توندو څرګندونو په پرتله دا ځل د حکومت په تړاو نرم دریځ خپل کړی و. ولسمشر غني تېره اوونۍ د سیاف په ګډون د شمال ټلوالې له ځینو مشرانو سره سلا مشورې کړې وې.

دا چې د سلواغې پر ۲۶مه یې ویلي و چې د ملا محمد عمر اعلامیې په وزیر اکبر خان مېنه کې لیکل کېږي، سیاف وايي «د یوه شخص نوم نه اخلم؛ په وزیر اکبرخان کې ډېرې ادارې دفترونه لري».

عبدرب الرسول سیاف له دې سر ټکوي چې طالبان یې لا هم په نښه کوي: «ما له خپلو معلوماتو وویل، دا نو د نظام کار دی چې وګوري، څوک څه کوي، څوک د هېواد په ګټه کار کوي او څوک یې په زیان. دا چې زه ولې معلومات لرم، د طالبانو پر ضد جنګېدلی یم، اوس هم د میاشتې دوه یا درې ګروپونه ما پسې دلته رالېږي، ورانکاري او انتحاري ګروپونه رالېږي. زه مجبور یم، چې خپل معلومات پراخه کړم. هم د هېواد د ګټو لپاره او هم د ځان د امنیت لپاره راته دا مسایل په زړه پورې دي چې په کې پلټنه وکړم».

سیاف په ټینګار زیاتوي چې «زما د خبرو موخه کوم مشخص کس او مشخصه ډله نه ده، خو دا معلومات لرم چې ترهګرو سره مرسته کېږي چې دلته راشي او هم د اعلامیو په اړه ورسره همکاري کېږي».

د سیاف له خبرو وروسته، په کابل کې د ملي يووالي جبهې ویاند، وحید مژده په یوې مقالې کې د سیاف ستونزه څېړلې وه. مژده په خپله مقاله کې ویلي و چې د سیاف موخه د ملي یووالي جبهې د مشر، انجینر احمدشاه احمدزي کور دی. مګر سیاف اوس د کوم کس د نوم له اخیستو ډډه کوي.

د بهرنیو اډو پر ضد د ملي يووالي جبهه له طالبانو سره پر خبرو ټینګار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kamal

یو واربیا زوړ توپک سالار او مجاهد امریکا د بابا نانک بچی سیاف خپل سیاسي ماشوم توب او د دماغي ماخولیا مریضۍ شکایت جهان ته مخکې کړل ، خو متاسفانه چې هیڅ داسې د روغتیا د چارو غمخوریې غم ونه خوړو چې دا اکسپایر څیره نور و دارالمجانین ته د عصبي تسکین پخاطرمعرفي کړي ، داخوټولوته جوته ده چې سیاف په خټه هنود دی زیات ژبور خوڅه اسلامي معلومات لري په اعماقو د اسلام ناخبره ده همداوجه ده چې قریب په پاخه عمرکې یې نوم اصلاح سو له عبدالرسول څخه عبدالرب رسول سو اوبل داکله چې ایتونه او احادیث وایي… نور لوستل »

Hameed

دی دکفر او د کابل دغلامی اداری په لمن کی پرتو تش په نامه مجاهدینو او په اصل کی د آیساف ،شروفساد او اسلام بد نامونکو گمراه علماو او مفتیانو ته شرم ده چی تر اوسه هم له خپلو دی کړیتو پړیتو لاس نه اخلی او صحیح لاری ته نه راځی او په مکرر ‌ډول هم د خپل ځان او هم دی نورو کم علمه او ناخبره مسلمانانو د تیر ایستلو په لټه کی دی غواړی چی افغانستان د کفارو دایمی مستعمره وګرځوی او په کامل ډول د اسلام او اسلامیت مخه ښه له افغانستان سره اعلان کړی دا ګمراه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x