افغانستان

نېږدې څلویښت ديپلوماتان او ۱۱ سفیران له دندو ګوښه کړای شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۱مه ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت نېږدې ۴۰ ديپلوماتان او ۱۱ سفیران له دندو ګوښه کړي دي.

پژواک خبري اژانس د راپور په اساس د ديپلوماتانو د ګوښه کولو تصمیم د اشرف غني او صلاح الدین رباني پرلپسې لیدنو وروسته نیول شوی.

یاد خبري اژانس د یوې سرچېنې له قوله لیکلي چې د لسګونو ديپلوماتانو او ۱۱ سفیرانو د ګوښه کولو دستور د بشري منابعو څانګې اعلان رکړی.

د سرچېنې له قوله عزیزالله کرزی په روسیه کې سفیر، محمد قاسم فاضلي په یونیسکو کې سفیر، ضیاء الدین مجددي په چک جمهوریت کې سفیر، غلاسخي غیرت په اندونیزیا کې سفیر، نجیب الله مجددي په متحده عربي اماراتو کې سفیر، سیداحمد عمرخیل په سعودي عربستان کې سفیر، محمد داوود یار په بریتانیا کې سفیر، شام لال په کاناډا کې سفیر، اسدالله عمر په فرانسه کې سفیر، ضیاء الدین نظام په ایټالیا کې سفیر او ننګیالی طرزي په سویس کې د افغانستان سفیر د هغو لوړ پوړو ديپلوماتانو څخه دي چې له دندو ګوښه کړای شوي.

په دې وروستیو کې رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې په بهرنیو چارو وزارت کې زیات شمېر کارکوونکي د زورواکانو او چارواکو خپلوان دي چې د معیارونو په نظر کې نیولو پرته په مهمو دندو ګمارل شوي او زیات شمېرو یې په ځينو هېوادونو کې سیاسي پناوې اخېستي دي.

دا په داسې حال کې چې نن د کابل امنیه قومندانۍ د ۱۷ امنیتي حوزو مسوولین د کابل ښار امنيت خوندي کولو په موخه له دندو ګوښه کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پسرلی

سلامونه او نېکې هیلې،
مونو سږ کال ازموینه ورکړه او د کابو ۱۵۰۰ کسانو له ډلې څخه ۴۸ کسان بریالي شوو خو له بده مرغه دا اتمه میاشت ده چې رسما ګمارل شوي نه یو په داسې حال کې چې وروسته له مونږ نه هم یو تعداد کسان د ځانګړو فرامینو په ینسټ په رسمي ډول د بهرنیو چارت وزارت کې وګمارل شول هیله ده چې دولت دې موضوع ته پام وکړي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول په کارونو ګمارل شوي دي قانوني چلن ورسره وشي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x