ماپه رسنیو کې څو څو ځلې ویلي چې نه اشرف غني او نه هم اتمر له پاکستان سره د لوبي سابقه لري، اتمر خو په پاکستان کې په یوه عادي مؤسسه کې و، چې له پاکستانیانو سره چنداني په اړیکه کې نه و او اشرف غني خو په امریکا کې و

د سولې نوې ګنګوسې د پاکستان تبلیغات دي، شناند او لیکوال، وحید مژده له نن ټکي اسیا سره په مرکه کې

له تېرو دوو اونیو راهیسې په پاکستان کې یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې طالبان د پاکستان د فشار له امله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شوي دي. په کابل کې هم د پاکستانیانو له خولې دا خبرونه خپاره شول. دا چې رښتیا څه روان دي، نن ټکي اسیا خبریال د همدې موضوع په باب، له شناند او لیکوال، ښاغلي وحید مژده سره مرکه کړې ده:

نن ټکی اسیا : مژده صاحب د سولې په اړه له تېرو دوو اوونيو راهیسې ډېر راپورونه خپاره شول، دغو راپورونو ته په کومه سترګه ګورئ؟

مژده: دوه اونۍ مخکې د کره شواهدو له مخې طالبانو او امریکایانو غوښتل چې خبرې سره وکړي، البته غیر مستقیمې هڅې خو روانې وي، خو چې کله دا خبرې پاکستان ته ورسېده، نو د هغوی نظامي او استخباراتي کسانو له دې موقع نه ښه تبلیغاتي ګټه اخیستلای شوه؛ ځکه يې ډېر ژر کابل ته سفر وکړ او افغان حکومت ته يې وویل چې تاسې به ډېر ژر د خبرو شاهدان یاست او ورته ويې ویل چې موږ طالبان خبرو ته هڅولي دي. په داسې حال کې چې طالبانو له پاکستان پرته له چیني چارواکو سره هم لیدلي دي، خو له دې لویه ډنډوره جوړه شوه، چا ویل چې په حکومت کې وزارتونه ورکوي، چا ویل چې په اماراتو کې خبرې کېږي چا ویل کراچۍ یا هم اسلام اباد کي، خو اصلاً طالبانو پخپله وویل چې د د سولې د خبرو په اړه د نورو د څرګندونو دوی ذمه وار نه دي، د دوی اصلي دریځ د دوی له ویندویانو تر لاسه کېږي او بس؛ دا چې د رسنیو خبرې طالبانو نه دي تایید کړې، مانا يې داده چې طالبان په داسې ګنګوسو خوښ نه دي.

تر دې وړاندې هم ویل کېږي چې تر ټاکنو مخکې طالبانو له اشرف غني یا د هغه له استازو سره ویلي و، چې خبرې سره کوو، خو تر څو چې یو ځای ته ونه رسېږي، باید رسنیزې نه شي. دا اوس هم چې څوک دا خبرې په لوی لاس رسنیو ته راباسي د سولې په لار کې خنډونه جوړوي او په دې کې د امریکا متحده ایالات هم شریک دی. تاسې ولیدل چې کله د سولې د خبرو ګنګوسې رسنیزې شوې نو د امریکا د دفاع وزیر بې له ځنډه کابل ته راغی او دلته يې بې ځایه څرګندونې وکړې، چې په ځواب کې يې طالبانو وویل چې امریکایان د سولې په لاره کې خنډ جوړوي، له دې معلومېږي چې په امریکا کې هم د افغانستان د جګړې په اړه یو سیاست نشته، ځينې يې پر دې باور دي، چې باید جګړه دوام وکړي، تر څو خپلې وسلې وپلوري او بل دلته دوی ځکه جګړه غواړي چې په دې سیمه کې په ایران، روسیه او چین باندې فشار راوړلای شي. بل دا چې اسراییل هم غواړي په ایران فشار راشي، نو داسې ښکاري چې په دې برخه کې له اسرایيلو، تر امریکا او پاکستانه پوري ډېر لوی جنجال جوړ شوی، نو ترڅو چې نورې خواوې په دې اړه تبلیغات او لاسوهنې کوي زه فکرنه کوم چې موږ دې د سولې خاوندان شو، ورسره جوخت داسې مسایل رامنځته کېږي چې سوله لرې کوي.

نن ټکی اسیا: تاسې وویل چې تر رسنیز کېدو وړاندې هم د طالبانو او امریکا تر منځ مستقیمې یا غیر مستقیمې د سولې هڅې روانې وي، نو پاکستان دغه حالات څنګه څارل چې بیا يې افغان حکومت ته دسولې زېری راووړ؟

مژده: ګورئ! که پاکستان له دې مستقیمو یا غیر مستقیمو هڅو خبر وای، یا يې څارل له وسه کېدلای بیا داسې نه کېدل، موږ اوس شاهدان یو، چې پاکستان هغه طالب چارواکي چې د طالبانو د امارت په وخت کې واکمن وو او اوس خپل ژوند کوي هغه د دوی له لوري هڅول کېږي چې یو بل حرکت را پیل کړي، که پاکستان په قطر کې په طالبانو واک لرلی یا لکه رسنۍ چې وايي چې ملامحمد عمر د پاکستان تر څار لاندې دی، نو ولې پاکستان هغه ته نه وايي چې طالبانو ته داسې ووایاست، ولې بیا نور خلک هڅوي چې یو بل حرکت را پیل کړي.

څومره چې دا ګنګوسې زور اخلي د پاکستان تبلیغات هم ورسره تېزېږي تر څو د تبلیغاتو پر مټ ذهنیتونه واړوي، متاسفانه په افغانستان کې دیارلس کله رسنیو ظاهراً د پاکستان په ضرر نشرات کړي خو په حقیقت کې يې په ګټه تمام شول

څومره چې دا ګنګوسې زور اخلي د پاکستان تبلیغات هم ورسره تېزېږي تر څو د تبلیغاتو پر مټ ذهنیتونه واړوي، متاسفانه په افغانستان کې دیارلس کله رسنیو ظاهراً د پاکستان په ضرر نشرات کړي خو په حقیقت کې يې په ګټه تمام شول

له قطر سره پاکستان خپل اهداف نه شي تر لاسه کولای، ځکه خو دوی اوس منډې ترړې کوي ، چې په یو قسم د قطر پروسه تخریب کړي، دا دا مانا لري چې پاکستان په قطر واک نه لري، دوی غواړي دا پروسه په بل ځای مثلاً سعودي عرب کې، ځکه چې پاکستان د جهاد له وخته د سعودي له استخباراتو او هم د ترکيې له استخباراتو سره کلکې اړیکې لري. قطر داسې ځای دی چې پخوا دومره مهم نه ګڼل کېده او پاکستان پرې حساب نه کاوه، خو اوس يې په اسلامي نړۍ کې د خپلو پیسو په زور ځای موندلی، پاکستان هلته هم د نفوذ هڅه کوي خو بریالی شوی نه دی؛ نو ځکه پاکستان نه غواړي چې دا پروسه دې په قطر کې وي.

نن ټکی اسیا: ایکسپریس پاکستانۍ ورځپاڼې تېره اوونۍ حتا وویل چې نن (تېره چهارشنبه) د قطر دفتر غړی، دین محمد حنیف دغه هېواد ته سفر کوي، مګر وروسته څه خپاره نه شول، پاکستاني رسنۍ په ځانګړې ډول اوس ولې دغسې خبرې خپروي؟

مژده: دا ایکسپرس ډېر وخت داسې خبرونه خپروي چې بیا يې نور ترې اخلي، زه فکر کوم دا له ای اس ای سره کلک لاس لري تر دې وړاندې يې هم څو ځلې داسې خبرونه خپاره کړي دي. چې یواځې تبلیغات به و، په هرحال دوی د تبلیغاتو له لارې غواړي دا وښيي چې د اشرف غني او پاکستان هڅې نتېجه ورکوي، که څوک وايي چې دا هڅې په کومه ځي دوی د تبلیغاتو له لارې ورته وايي چې دادی کار روان دی او ډېر ژر به نتیجه ورکړي. له پاکستان سره دغه اړیکي د هندوستان د لرې والی په قیمت جوړې شوي او دا هغه څه و، چې پاکستان غوښتل؛ اوس چې کله کومه خبره کيږي چې راحیل شریف او رضوان اختر سمدستې دلته ناست وي؛ څو ورځې وړاندې جنرال بسم الله محمدي یوه خبره وکړه چې له ای اس ای سره اوس هم زموږ جګړه روانه ده، سمدستې دا خلک راغلل او دلته يې له اشرف غني سره خبرې وکړي چې دا دی دا پروسه روانه ده، سمدستې د سولې ګنګوسه ګرمه شوه.

چې څومره دا ګنګوسې زور اخلي د پاکستان تبلیغات هم ورسره تېزېږي تر څو د تبلیغاتو پر مټ ذهنیتونه واړوي، متاسفانه په افغانستان کې دیارلس کله رسنیو ظاهراً د پاکستان په ضرر نشرات کړي خو په حقیقت کې يې په ګټه تمام شول؛ په دې دیارلس کلونو کې په کابل کې همدې امریکايي تلویزونونو ویل چې هرڅه د پاکستان په لاس کې دي، اصلاً طالب وجود نه لري په افغانستان چې هرڅه کېږي پاکستان يې کوي، که پاکستان سره موږ جوړ شو، نو طالب له منځه ځي.

کله چې اشرف غني واک ته ورسېد، د همدې تبلیغاتو په تاثیر يې ویل چې یواځينی هېواد چې افغانستان له دې حالته ایستلای شي همدا پاکستان دی، نو هندوستان او نورو هېوادونو ته هیڅ ضرورت نه لرو همدا پاکستان کافي دی؛ ځکه خو يې د ټولو ډيپلوماټیکو اصولو خلاف په راولپنډۍ کې يې د راحیل شریف په دفتر کې هغه ته وویل چې موږ تاسو ته تر هرڅه در تېر یو.

تاسې فکر وکړئ د پاکستان د استخباراتو کسان راغلل په افغانستان کې په زندانونو وګرځېدل، خپل مطلوب کسان يې پکې ورټول کړل، دا هغه څه دي چې پخوا يې اصلاً تصور نه کېده. یا مثلاً د ډېورنډ په اړه ښکاره خبره ده چې فرضي کرښه ده، د پاکستان په منځ کې پښتانه چې په قبایلي سیمو کې هم نه دي وايي چې دا یو فرضي خط دی، خو اوس چې خندقونه کېندل کېږي او اغزن سیم پرې راګرځول کېږي، د کرزي په وخت کې پرې اعتراضونه کېدل خو اوس هیڅ هم نشته؛ داسې هم ویل شوي چې تر شپږو میاشتو باید د پردې تر شا خبرې پټې وساتل شي تر څو چې د سولې خبرې پرمخ لاړې شي. نو دلته سړي ته د سولې په پروسه شک پیدا کېږي.

نن ټکی اسیا: لکه تاسې چې وویل اشرف غني پاکستان ته داسې امتیازات ورکړل، چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې بې ساري دي، فکر کوئ دغه امتیازات به وکولای شي چې پاکستان او افغانستان پخوانۍ تربګنۍ هېرې کړي او دوه دوست هېوادونه شي؟

مژده: که پاکستان منافقت نه کوي او صادق وي نو زه فکر کوم په دې ارزي؛ یعني که سوله راشي نو دا په سیاست کې راغلی تغیر پرې ارزي. خو ماپه رسنیو کې څو څو ځلې ویلي چې نه اشرف غني او نه هم اتمر له پاکستان سره د لوبي سابقه لري، اتمر خو په پاکستان کې په یوه عادي مؤسسه کې و، چې له پاکستانیانو سره چنداني په اړیکه کې نه و او اشرف غني خو په امریکا کې و. نو اوس چې دوی په دې لوبه کې ښکېل شول، نو ایا دوی له پاکستان سره په لوبه پوهېږي؟ ماته یوه بهرنی ډیپلوماټ ویل چې زه له نورو ډيپلوماټانو سره پخپلو خبرو کې دومره احتیاط نه کوم یعنې ټوکې هم کوم؛ خو له پاکستاني ډيپلوماټانو سره ډېر احتیاط کوم چې کومه بله خبره ترې جوړه نه شي.

پاکستان د امریکا له ضربې ځان وساته او ټوله ضربه افغانستان وخوړه، کنه د مطلوبو کسانو په لټه خو باید دوی ضربه خوړلې وای، خو دا د دوی چالاکي وه چې ځان يې وساته. زه اوس هم پر دې باور یم چې که اشرف غني په دې پروسه کې احتیاط ونه کړي نو سوله به هم رانه شي او اشرف غني به داسې مشهور شي چې د طالبانو پر ځای يې داعش را پیدا کړ، په تاریخ کې به همداسې ولیکل شي چې د ده د راوستو هدف همدا و.

نن ټکی اسیا: ستاسې پورته تبصرو ته په کتو فکر کوئ چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ګډ حکومت د سولې په تړاو واقعاً رښتینې اراده لري؟

مژده: په افغانستان کې جګړه د ځینو لپاره د عایداتو منبع ده، که جګړه نه وای نه به افغانستان ته دومره پیسې راتلي او نه به هم دومره ورکېدلې، زه د کوم خاص کس نوم نه اخلم خو دا ویلا ی شم چې په دې دیارلسو کلونو جګړه کې ډېرو مشرانو ګټه وکړه، نو که دوی همدا ګټه پوره وبولي او د سولې په لټه کې شي دا به يې ګټه وي، او که داسې فکر وکړي چې دا حال باید همداسې دوام وکړي او دوی نورې ګټې وکړي نو دا فایده نه ورته لري؛ اوس حالات بدل شوي دي زه امیدوار یم چې له دې پروسې نه افغان او پاکستاني سیاستمداران ګټه واخلي. خو زه یوه مسئله ضروري بولم؛ ما څه موده وړاندې په مسکو کې د خیتځ پېژندنې په یو انسټیټیوټ کې کارپوهانو ته وویل چې که غواړئ تاسې هم له نشه يي توکو خلاص شئ باید په افغان سوله کې مرسته وکړئ، ما ورته وویل چې که ایران، هند، چین او روسیه په دې برخه کې مرسته وکړي ښايي د امریکا د ګټو مخه ونیسي او په سیمه کې امن راشي. افغانستان لکه سرطاني غوټه رېښې يې اوس ورورو هرې خواته غځېږي. ما ورته وویل چې دا رېښې تاسې ته هم رسېږي. پخپله روسان وايي چې په روسیه کې په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغان خاورې له نشه يي توکو نه هر کال تر دېرش زرو تنه روسان وژل شوي دي، نو نږدې څلور لکه تنه وژل شوي دي. چې باید دوی داسې ونه وايي چې افغانستان په دوی پورې اړه نه لري، بل ماته داسې ښکاره شوه چې روس ته د افغانستان دیارلس کلنه جګړه ګواښ نه ښکارېده، خو که اوس داسې جګړه شروع شي چې منځنۍ اسیا ترې په خطره کې شي نو بیا به دوی څه کوي، دوی باید تر دې وړاندې بیا د دې سیمې هېوادونه د افغان سولې په اړه له کړیدلو افغانانو سره مرسته وکړي.

نن ټکی اسیا: تاسې وویل چې پاکستان په طالبانو هیڅ فشار نه شي راوړلی او د پاکستان تبلیغات هم د ذهنونو د اوښتون لپاره دي، مګر اشرف غني په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ ټولې هیلې پاکستان پورې تړلې ده؛ دغه باور څومره منطقي ګڼئ؟

مژده: دوه مسئلې دي؛ یو داچې پاکستان صداقت لري کنه؟ دویم دا چې پاکستان په طالبانو نفوذ لري کنه، ښايي پاکستان د مختلفو وجوهاتو له امله صداقت ولري، خو دا چې په طالبانو څومره نفوذ لري، دا بېله خبره ده، تاسې وګورئ په هر هېواد کې ناراضه ګروپونه شته، که فرضاً یو هېواد په بل هېواد کې د هغه هېواد ناراضه ګروپ تقویه کړي او مرسته ورسره وکړي او بیا یو وخت ورته ووايي چې راشئ اوس له دې حکومت سره کېنئ، د قدرت په وېش ورسره خبرې وکړئ او هغسې يې وکړئ چې زه يې غواړم، ایا دا شوني ده؟ دا اصلاً د دې ګروپ لپاره خودکشي ده. نو د دوی لپاره ښه داده چې موږ خو په هرحال له منځه ځو خو باید داسې ولاړ نه شو چې د پلاني هېواد ګوډاګیان دي، ورته مسئله د طالبانو او پاکستان په منځ کې شته، که هیڅ نه و، ټپیان خو يې هلته وړل کېدل او که هیڅ نه و یو امداد خو له هغې خوا ورسره کېده، دا موږ منو؛ خو دا چې بیا پاکستان طالبانو ته ووايي چې تاسې اوس هغې مرحلې ته رسيدلي یاست چې باید ځان کندې ته واچوئ، دا دوی ورسره مني؟ دا ګرانه مسئله ده چې پاکستان دې پر طالبانو دومره نفوذ ولري چې هغوی خود کشي ته برابر کړي او هغوی يې هم ومني، هغوی خو وايي چې موږ استشهادیان یو او دا هم د دوی لپاره استشهاد دی چې د دې پر ځای چې د پاکستان لپاره قرباني شي، ويې نه مني او مخالفت يې وکړي.

نن ټکی اسیا: د طالبانو د غبرګونونو په پام کې نیولو سره، فکر کوئ چې په روانو خبرو کې به طالبان دلچسپي ولري؟

مژده: طالبانو خو له پخوا دلچسپي درلوده، کله چې طیب اغا او ستانکزی صاحب دوی په المان کې له امریکایانو سره اول وار ولیدل، نو هغوی ورته وویل چې تاسې یو معلوم ادرس وټاکئ له افغانستانه بهر؛ هغه وخت د طالبانو ځواب دا و چې زموږ ادرس هماغه ځای دی چې له کومه ځایه ډز کوو، خو کله چې ملا برادر په دوه زره نهم کال کې دې ته متوجه شو چې امریکایان مات شوي دي او غواړي له دوی سره خبرې وکړي، نو هغه وخت له مشرانو سره د خبرې په شریکېدو ورو ورو د قطر دفتر پرانیستل شو، دا د قطر دفتر پرانیستل، سیاسي کمیسیون يې هلته لېږل دا مانا لري چې طالبان یواځې د جګړې په فکر کې نه دي، بلکې سیاسي حل لارې لپاره هم چمتو والی لري.

زه په دې جریان خبر یم، چې دوی له کرزي سره هم خبرې غوښتې، خو چې یو لنډ تماس به هم له حامد کرزي سره نیول کېده، بس هغه به رسنیو ته منډې وهلې چې طالبان موږ ته تسلېميږي. نو طالبانو وویل چې دوی له کرزي سره کله هم خبرې نه کوي، کنه حامد کرزی خو تر اشرف غني بد نه و، خو صادق نه و؛ اشرف غني ته هم ویل شوي و چې موږ له امریکایانو وروسته له تاسې سره هم خبرې کوو، خو باید رسنیزې نه شي چې تر څو یو ځای ته ورسېږي؛ اشرف غني اوس چوپ هم دی؛ خو یواځې امریکا پلوه رسنۍ دي چې وايي په دې مسئله کې به د ښځو او حیواناتو حقوق څنګه کېږي دا ډېر تعجبه ده، که تاسې سوله غواړئ خو پرېږدئ چې یو څه وشي د پاکستاني رسنیو خبرې مه کوئ، او طالبان چې دا خبرې ردوي نو دا داسې خبرې دي چې هغوی يې نه شي تاییدولای، مثلاً رسنۍ وايي چې طالبان وايي چې ملي امنیت موږ ته چوکۍ راکوي، طالبانو د چوکۍ خبره اصلاً کړې نه ده، طالبان وايي چې زموږ لومړنی شرط په افغانستان کې د شریعت نفاذ دی، دا مهمه خبره ده، په دې کې اساسي قانون بدلېږي، دا د رسنیو دا اوسنۍ وضعیت او ډېر څه بدلېږي. یعنې دوی چې اوس په جزیاتو خبرې کوي دا تر وخت وړاندې خبرې دي.

زما په فکر د سولې خبرې دي د سیاستوالو پر ځای د دواړو خواوو د دیني علماوو تر منځ وشي، دا د علماوو شورا چې پیسې اخلي دا دې طالبان ور وغواړي سره ودې غږېږي چې د کوم ایات حدیث له مخې کوم کار د شریعت مطابق او کوم مخالف دی، دا د دیني متخصصینو کار دی، چې باید يوې پایلې ته ورسېږي. نو که په اول کې ځینې خلک ووايي چې موږ شریعت نه منو، د افغان مجاهد ولس لا ترې زړه توری کېږي او هغه عسکر چې اوس له طالبانو سره جنګېږي هغه هم دا صف پرېږدي؛ دا ډېر مهم مسائل دي څوک چې يې تخریبوي هغوی ډېر ښه پوهېږي چې طالبان راشي نو د شریعت خبره کوي نو افغان مسلمان مجاهد ولس ټول شریعت مني، یو څو د امریکا ګوډاګیان پاتې کېږي چې دوی يې نه مني؛ چې شریعت ونه مني نو دوی خپل ټول قوت له لاسه ورکوي، ځکه خو دوی د دې تخریب هڅه کوي او دا تمه هم لري چې پاکستان دي طالبانو ته ووايي چې شریعت پرېږدئ یو څو چوکۍ سره وویشئ، یو څه وخت وروسته چې سریالونه وګورئ تاسې هم سمېږئ.

د دوی مقصد همدا دی، خو زه چې څومره طالبان پېژنم، د هغوی اصلي غوښتنه د شریعت مزاج دی، نور مسائل به بیا د شریعت په چوکاټ کې حلوي.

نن ټکی اسیا: کور مو ودان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د