هرات: ترافيکي پېښه کې ۳۱ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار په سیمه ییز وخت شاوخوا پنځه بجې په هرات ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله ۳۱ تنو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې پېښه د دې ولایت په ادرسکن ولسوالي کې د ۳۰۳ ډوله موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

د ادرسکن امنیه قومندان عبدالصبور وايي چې په پېښه کې دوه تنه وژل وشي او ۲۹ نور ټپیان دي.

د دوی په خبره پېښه د ادرسکن ولسوالي په خواجه اوریا سیمه کې هغه مهال وشوه، چې یو ۳۰۳ ډوله موټر له هرات څخه فراه ته په لاره و.

امنیه قومندان وايي چې د پنځو مېرمنو په ګډون يې ۲۹ تنه ټپیان تر روغتونه رسولي دي.

دوی وايي چې د پېښې څېړنه کوي چې د موټر د چپه کېدو اصلي اعلت څه و.

تر دې وړاندې هم په عمومي توګه هرات او همدارنګه د کابل – کندهار لاره د دا ډول پېښو ډېر وخت شاهد پاتې شوي وي.

یاده دې وي د ۳۰۳ ډوله موټر ډېری چلوونکي په نشه يي توکو عادت وي، چې ډېر وخت خپله اوږده لاره په نشه کې لنډوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د