افغانستان

د کرزي په وخت کې څرخي پله ته لېږدول شوي بندیان یو ځل بیا بګرام ته لیږدول شوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې نوموړي د بګرام زندان د بنديانو د دوسیو څېړلو لپاره د عبدالشکور دادرس په مشرۍ يو کميسيون ټاکلی و او د کميسيون د وروستيو پرېکړو له مخې د بګرام ډېری زندانيان بې ګناه بلل شوي وو او د کميسيون له سپارښتنو سره هم پخواني ولسمشر حامد کرزي د بګرام زندان سلګونو زندانيان خوشې کړل او په دې اړه يې د امريکايي چارواکو فشار او تورونو ته هېڅ اهميت ورنه کړ.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال د کندهار، ننګرهار او لويې پکتيا خلکو ته ويل، چې دغه بنديان ده راخلاص کړي او که دی ولسمشر شي، نو، ډېر ژر به د دوی نور پاتې بنديان هم راخوشي کړي او د دې لپاره بايد دغه خلک اشرف غني ته رايه ورکړي.

واک ته له رسېدو وروسته يې لومړی سفر د هيلي کوپټر په واسطه څرخي پله زندان ته وکړ او هلته يې د زندانيانو له استازو سره په خپلو خبرو کې وويل: «زه د وسله‌والو ځواکونو اعلی سر قوماندان يم او تاسې زما د ځواکونو د وژنې په تور نيول شوي ياست، نو زه به هېڅکله تاسې له بنده ازاد نه کړم او په دې اړه بايد وروستۍ پرېکړه قضايي ارګان وکړي.»

افغان ولس له هماغه ځايه د ګډ حکومت له مشره نهيلي شول او د ټاکنيز کمپاين هغه غوړې وعدې يې يوازې تر ارګه د ځان رسولو چالاکي وبلله.

اشرف غني د څرخي زندانيانو ته ويلي و، چې د بنديانو دوسيې به دی په خپلې څاري، مګر د درې مياشتو په تېرېدو د اشرف غني وروستۍ پرېکړه دا شوه، له بګرامه څرخي پله ته د ازادۍ لپاره لېږدول شوي او له پنځو کالو زيات قيد لرونکي بنديان يې يو ځل بيا د بګرام امريکايي زندان ته ولېږدول.

د ګډ حکومت مشر وايي، چې دی به هېڅکله هغه بنديان خوشې نه کړي، چې د امنيتي ځواکونو او بهرنيو عسکرو د وژنې په تور نيول شوي وي.

د بګرام زندانيانو د دوسيو څېړونکي کميسيون مشر عبدالشکور دادرس رسنيو ته ويلي و، چې د بګرام ډېری زندانيان بې ګناه وو او له همدې امله يې د دغو زندانيانو د خوشې کولو پرېکړه کړې وه.

هغه مهال هم امريکايي چارواکو پر کرزي فشار راوړ، چې دغه بنديان بايد خوشې نه شي، مګر کرزي د امريکايانو فشار ته اهميت ور نه کړ او د دغو زندانيانو ډېری یې خوشې او ګڼ شمېر نور يې څرخي پله زندان ته ولېږل.

داسې ويل کيږي، چې اشرف غني د امريکايانو په امر دا پرېکړه کړې، چې پر بهرنيو او کورنيو عسکرو د بريدونو او چاودنو په تور نيول شوي بنديان بايد بګرام زندان ته ولېږدول شي او او د دغو بنديانو ګڼ شمېر زندانيان به يو ځل بيا د بګرام «تور زندان» ته لېږدول کيږي.

د عبدالشکور دادرس په وينا یوه امریکایي قاضي هم په بګرام کې د تور زندان پر شتون اعتراف کړی دی. دادرس زیاتوي چې د استیناف دغه قاضي منلې چې امریکايي ځواکونه د بګرام په دغه برخه کې له بندیانو سره ناوړه چلند کوي، هغوی ډبوي او شګنجه کوي. دادرس وایي خوشو شویو بندیانو ورته ویلي چې؛ امریکایي ځواکونه په بګرام کې په تور زندان کې بندیان په سخت حالت او تپه تیاره کې ساتي.

بندیان وایي د تور زندان په اړه نور څه نه شي ویلی؛ ځکه سترګې او لاسونه یې تړلي وو، خو داسې ځای وو، چې نه رڼا وه او نه هم برښنا. دادرس د زندانیانو له قوله وایي له تور زندانه تر بګرام زندان پورې له اوو تر لسو دقیقو پورې لار وه. ده وویل چې د تور زندان په اړه باید جدي څېړنه وشي.

اشرف غني دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې په رسنيو او خپلو مجلسونو کې افغانستان کې د سولې او پخلاينې خبرې کوي او په عمل کې د طالبانو او شکمنو مخالفينو پر ضد د قوي عملياتو او څار په لټه کې دی.

د څارونکو په اند د ګډ حکومت د مشر پرېکړې د امريکا په لارښوونه تر سره کيږي او د سولې له شعاره يې يوازنی هدف د طالبانو وېشل او ګډ حکومت ته تسليمول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x