نړۍ

پيښور: پر سرحدي د عسکرو د پوستې بام پرېوتو له امله څلور عسکر مړه شوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د خيبر پښتونخوا ايالت مرکز سويل متنو سيمه کې د پرله پسې ورښتونو له امله د سرحدي عسکرو امنيتي پوستې بام راپرېوتی، چې له امله يې څلور عسکر مړه او درې نور يې ټپيان شوي دي.

د متنو سيمې د پوليسو ډي ايس پي عابدالرحمن رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه امنيتي پوسته په يو کور کې جوړه شوې وه، ودانۍ يې له خامو خټو جوړه وه او د پرله پسې ورښتونو له امله يې کوټه راپرېوته، څلور عسکر يې وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

د عابد الرحمن په وينا ټپيان د پيښور مرکزي دولتي روغتون ته لېږدول شوي، مګر د روغتيايي حالت په اړه يې څه ونه ويل.

د خيبرپښتونخوا والي سردار مهتاب احمد خان او نورو چارواکو د پېښې په اړه خپله خواشينې څرګنده کړې او امر يې کړی، چې د پېښې قربانيانو له وارثانو سره دې سمدستي مرستې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x