بیړنی خبر: امریکي دملامحمد عمر(مجاهد) نوم له توره لیسته څخه وایستي

 mula_umer(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۷) له اوس څخه څو شیبي مخکي دایکسپریس ټریبیون انګریزي ورځپاڼي خبر خپور کړ، چي دامریکي دمحتده ایالاتو د ایف. بی. آی، اداري دطالبانو دمشر ملامحمد عمر مجاهد نوم له توره لیسته څخه وایستي، له دي څخه مخکي ملا محمد عمر مجاهد هم دامریکيانو په هغه لیست کي دالقاعدي دمشر اسامه بن لادن او ددغي ډلي له مرستیال ایمن الظواهري سره یوځای شامل وو،

دغه دري سره کسان دنړي په کچه وامریکایانو ته ډیرمطلوبه کسان وو، او ددرو سره کسانوپرسر یی په ملینونو ډالر انعام اعلان کړی وو.

 

داچی اوس امریکایان دملامحمد عمر مجاهد نوم دایف. بی. آی له لیست څخه باسي ګمان کیږي چی دا به طالبانو او دافغانستان حکومت ترمنځ دبیا پخلایني په پروګرام مثبت پرمختګ رامنځ ته کړي.

تراوسه نه طالبانو اونه هم دافغانستان حکومت دامریکا یانو له لوري ددغه اقدام په اړه څه ویلي دي.

ایف بی آی ته د انتهایی مطلوبو کسانو لست دلته په کښيکاږلو سره کتلای شئ

او د انتهايي مطلوبو (په اصطلاح) د تروریستانو بشپړ لست دلته کتلای شئ

که څه هم د ایف بی آی په ویب پاڼه کي د ملا محمد عمر نوم نه ښکاري، خو په یوه بله پاڼه کې چي د امریکا د پلازمیني واشنګټن څخه اداره کیږي او د عدالت لپاره انعام تر عنوان لاندي يې د ځینو کسانو نومونه خپاره کړي، په هغو نومونو کي اوس هم د ملا محمد عمر اخند پر سر لس میلونه ډالرو انعام پروت دی.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د