
غزنی: پولیسو په ښار کې یو ځوان ځای پر ځای وواژه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): په غزني ښار کې پولیسو یو بې جرمه ځوان ځای پر ځای وواژه.
د عبدالحکیم په نامه دغه ځوان تېر ماسپښين د غزني ښار په زړه کې بابا حیدر مسجد ته څېرمه د پولیسو له لوري په ډزو ووژل شو.
د عیني شاهدانو په قول په سیمه کې ولاړو پولیسو له عبدالحکیم نه بې له کوم دلیله پیسې غوښتي چې هغه ترې انکار وکړ، پولیس ورته د ډزو ګواښ وکړ او عبدالحکیم خپله سینه ورته ونیوه، چې پولیس سمدستې پرې د ټوپک خوله ونیوه او ځای پر ځای يې وواژه.

د پېښې عیني شاهد علي ګل نن ټکی اسیا ته وویل چې پولیسو تر ډېره سیمه محاصره کړې وه او څوک يې نږدې نه ورپرېښودل، تر څو چې د عبدالحکیم خپلوان د هغه د جسد لپاره ورغلل.
د دوی په خبره نه په غزني کې مېشتو ژورنالیستانو د دوی غږ واورید او نه هم د غزني امنیتي مسوولینو ورسره څه ژمنه وکړه.
د عبدالحکیم له وژل کېدو وروسته سلګونه تنه د غزني د امنییتي مسوولینو پر ضد په احتجاجي ډول را ووتل او « مرګ پر غلامانو! » شعارونه يې ورکول.
لاریون کوونکو د عبدالحکیم جسد د کابل – کندهار په لویه لاره کېښود او د څو ساعتونو لپاره يې دا لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه، دوی په کلکه له دولته غوښتنه کوله چې د پولیسو روزنې ته دې پام وکړي کنه ور پاتې څه ناڅه ولسي ملاتړ به هم له لاسه ورکړي.
دوی د غزني له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوله، چې د عبدالحکیم قاتل دې ونیول شي او د دوی تر مخ دې يې قضايي ارګانونه د هغه په اړه پرېکړه وکړي.

تردې وړاندې هم د غزني ښار پولیسو په دې ښار کې له عامو خلکو او د دیني زده کړو له شاګردانو سره ورته چلندونه کړي، چې دولتي لوړپوړي مسوولینو يې په اړه کوم اقدام نه دی کړی.
څه موده وړاندې د «عبدالله بن مبارک» په نامه د ښار مشهوره مدرسه چې د یو تجار له خوا يې اړتیاوې پوره کېدلې، د غزني امنیتي مسوولینو بې له کوم دلیله وتړله، چې په ولس کې يې کرکه نوره هم ډېره شوه .
هغه دولت چی د کفر په مټ جوړ شی نو له هغه څخه د اخلاق توقع نه کیږی بلکی مبارزه