افغانستان

د خبريالانو پر ضد تاؤ تريخوالي اته ىيرش فيصده زيات شوي دي

https://i1.wp.com/www.nai.org.af/ps/files/imagecache/slide/sites/default/files/images/field/6125995667_cb2e00274f_z.jpg?w=708نن ټکی آسیا: په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ ادارې ویلي چي د تیر کال په مقایسه په افغانستان کې د خبریالانو په ضد تاوتریخوالی اته دیرش فیصده زیاته سوی دی.

نۍ یا NAI (supporting open media in Afghanistan ) ادارې مشر مسؤول صدیق الله توحیدي نن په کابل کې په یوه مطبوعاتي غونډه کي وویل چي تیر کال د خبریالانو په وړاندي د تاوتریخوالي اته پنځوس پيښي ثبت شوې وي، چي سږ کال دغه اندازه اتیا (۸۰) پيښو ته رسیدلې.

نومړي زیاته کړې چي د خبریالانو په وړاندي په ثبت شوي پيښو کې ۴۹ پيښي یوازي د افغان دولت له خوا تر سره شوي، ۹ پيښي د طالبانو له خوا، ۴ پيښي د بهرنیو ځواکونو له خوا او ۱۸ نوري د نورو وسلوالو ډلو له خوا تر سره شوي.

صدیق الله ویل چي په ۲۰۱۱ میلادي کال کې تر اوسه ۳ خبریالان وژل شوي دي، ۶ ټپيان شوي دي، ۲ بندیان شوي دي، ۳۳ وهل ټکول شوي دي، او ۳۶ نور په رنګا رنګ ګواښونو ګواښل شوي دي.

نومړي وویل چي دولتي چارواکي په ډیرو مواردو کې خبریالانو ته پر وخت خبر نه ورکوي، خصوصا کله چي په هیواد کې ستري پيښي لکه غټي چاودني او وسلوال بریدونه تر سره شي.

پر دې سر بیره خبریالان چي په ډیرو خصوصي رسینو کي کار کوي، لازم حقوق او تنخواوي نه لري، او نه ددوی لپاره د اشتغال کوم ځانګړی قانون شته، او په ډیرو رسینو کې د تقاعد او بیمه هم خبریالانو ته نه ورکول کیږي.

توحیدي زیاته کړې چي په اکثره رسینو کې خبریالان د رسنۍ د مالکانو په خدمت کي دي، او د رسنۍ مالک چي څه غواړي خبریالان هم هاغه خپروي، او د بلي خوا خبریالان د افغانستان د دولت او وسلوالو مخالفینو او نورو ډلو څخه دویري له وجي خپل خبرونه سانسوروي، او هغه څه نه سي خپرولای چي ددوی زړه غواړي.

د پژواک خبریال عرفانیار په دې اړه ویلي چي خبریالانو ته ډیري ستونزي د دولتي چارواکو له خوا متوجه دي، هغوی خبریالانو ته معلومات نه ورکوي، او که کوم څیړنیز راپور خپروي نو بیا ډیري پوښتني کوي.

د نومړي په وینا د طالبانو له خوا دوی ته ډیري ستونزي نه دي جوړي شوي خو دوی بیا هم ډاریزي او خپل خبرونه تر یو حده سانسوروي.

د خبریالانو د ملاتړ ادارې (نۍ) ویلي چي په افغانستان کي د خبریالانو ستونزي او ناخوالي ډیري دي، چي دوی يې وخت په وخت د بیلا بیلو خواوو سره خبري هم شریکي کړي، خو منلي يي دي چي دا خبري خاص ګټوري نه دي ثابتي شوي.

د ادارې له خوا په وړاندي شویو معلوماتو کي ویل شوي چي په تیرو لسو کلونو کې ۲۹ تنه خبریالان وژل شوي دي، چي تر اوسه د یوه دوسیه هم د افغان حکومت له خوا په جدي توګه نه ده څیړل شوې.

په افغانستان کې دا وخت کابو ۶۰۰ رسنۍ ثبت شوي دي، چي په هغه کې ۲۰۰ راډیوګاني، تلویزونونه، انټرنیټي پاڼي او چاپي خپروني فعالیت لري، چي اکثره يې خصوصي دي.

کتونکي وايي چي ډیري ادارې د ژورنالیزم اصولو ته خاص پاملرنه هم نه کوي، او همداسي ویل کیږي چي یو شمېر خصوصي رسنۍ چي د بهرنیو هیوادونو له خوا فعالي شوې، هغوی د افغانستان د ملي ګټو پر ځای د هغو هیوادونو د ګټو خیال ساتي چي دوی تمویله وي، او د هغوی د خوښۍ سره سم نشرات کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x