افغانستان

ننګرهار کې وروستيو ورښتونو درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په لر و بر کې د وروستيو ورښتونو له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې، مګر تر ټولو زيات مالي او ځاني زيانونه يې د هېواد ختيځ ننګرهار ولايت کې اړولي دي.

د رسنيو له قوله د پرله پسې ورښتونو له امله تر اوسه ۱۱ تنه مړه شوي او له څلور زره جريبه زياته کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې د لومړنيو راپورونو له مخې د يوې اونۍ پرله پسې ورښتونو څه کم دوه زره کورونه نړولي او شاوخوا څلور زره جريبه کرنيزه ځکمه يې ويجاړه کړې ده.

سربېره پر دې دغه اورښتونو تر اوسه يوولس کسان وژلي او لسګونو نور يې ټپيان کړي دي.

چارواکو تر اوسه د ننګرهار له ځپل شوو کورنيو سره هېڅ مرسته نه ده کړې او دغه ولسي خلک د بشري ټولنو، دولت او ملي سوداګرو د مرستو په تمه شپې ورځې سبا کوي، مګر تر اوسه هم دغو خلکو سره پام وړ مرستې نه دي شوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ننګرهار، لوګر، خوست او ګڼو نورو ولايتونو خلک د ورښتونو او سېلابونو له امله زيانمنيږي، مګر دولتي چارواکو تر اوسه هم د اوبو د کنټرول لپاره وړ نظام نه دی جوړ کړی، چې د ورښتونو او سېلابونو پر مهال د مرګ ژوبلې او مالي زيانونو په کموالي کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x