نړۍ

د مسلم باغ افغانان د پولیسو څخه سر ټکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۱۲مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه سیف الله ولسوالۍ کې اوسیدونکي افغانان د پولیسو د سخت چلند څخه سر ټکوي.

د قلعه سیف الله ولسوالۍ په مسلم باغ سیمه کې زیات شمېر افغانان اوسیږي د افغانستان د ګډ حکومت د چارواکو، بهرنیو چارو وزارت، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت، په کویټه کې د افغانستان د قونسلګرۍ او نورو بشري او خیریه موسسو څخه د کومک غوښتنه کوي چې ددوی ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.

د پاکستان پولیس چې له تیرو څو ورځو راهیسې یې د مسلم باغ په سیمه کې د اوسیدونکو افغانانو ژوند ور تریخ کړی، او په بازارونو او لارو کوڅو کې په ګزمو راوتلي، دکانداران او لارویان نیسي، بندیانوي یې او د پيسو په بدل کې يې بېرته خوشي کوي.

د سیمې اوسیدونکي غوښتنه کوي چې دغه لړۍ دې نوره بنده شي او پولیس دې نور افغان مهاجرین نه تنګوي.

په مسلم باغ کې د افغان مهاجرینو یوه استازي محمد نعمان نن ټکی اسیا ته وویل چې په ورځني ډول د افغان په نامه دکانداران او د سیمي اوسیدونکي نیول کیږي او د پولیسو په مرکز کې تر هغو ساتل کیږي تر څو یې پولیسو ته د سړي پر سر ۵۰۰۰ روپۍ نه وي ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې پرون یې تر ۵۰ زیات دکانداران او مزدوران ونیول، چې ځیني یې لږ وخت وروسته د پیسو په بدل کې را خوشې شول او هغه کسان چې پیسی نه یې نه لرلې، یا مسلم باغ ته د مزدورۍ لپاره راغلي او دلته څوک نه لري، هغوی لا هم په بند کې پاتې دي.

هغه وویل چې تر څو به د مسلم باغ افغانان د پولیسو د داسې سخت چلند سره مخ وي او تر څو به ددغه لرې پرتې سیمي پوښتنه د افغانستان د سفارت چارواکي نه کوي.

د مسلم باغ د سیمې د اوسیدونکي له قوله پولیس یوازي هغه مهاجرین نیسي چې په مسلم باغ کې اوسیږي، او نېږدې نورو سیمو کې چې مهاجرین اوسیږي د ځايي پوستو پولیس ورته څه نه وايي.

نوموړي وویل چې په مسلم باغ کې د پولیسو فساد اوج ته رسیدلی، هغه نه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغه پریکړه مني چې افغانانو ته یې د یوه کال لپاره نور د استوګنې قانوني حق ورکړی او نه تر پیسو او بډو تیر بل قانون پيژني.

نعمان وویل که د پاکستان حکومت همدا غواړي چې د مسلم باغ څخه دې افغانان ووځي، نو په زغرده دې اعلان وکړي، چې دلته نور افغانان بند دي، باید خپل تجارتونه وتړي، خپل کورونه خرڅ کړي او نور له سیمي ووځي او که داسې نه کوي، نو بیا دې «مفسد» پولیس «مهار» کړي، تر څو افغانان په یوه او بله بهانه تنګ نه کړي.

د مسلم باغ په سیمه کې داسي اوازې هم دي چې ښايي سبا به یو ځل بیا د مسلم باغ په بازار کې د پولیسو او ایف سي له خوا چاپه اچول کیږي، او د دکانونو او بازارونو څخه به افغانان بندي خانه ته لیږدول کیږي.

په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو له افغان مهاجرینو سره خورا ناوړه چلند پیل کړی دی. پاکستاني پولیسو د ټولو قانوني اسنادو سربېره افغانان نیسي او زندانونو ته یې اچوي.

تر دې دمه ګډ حکومت هېڅ د افغان مهاجرینو د نیولو او ځورولو په اړه غبرګون نه دی ښوولی او داسې ښکاري چې ګډ حکومت د پاکستان سره د افغان مهاجرینو په ځورولو کې همغږی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یتیم زابلی

دمسلم باغ دولتی چارواکی او سیمیز خلګ د افغان مهاجرو هغه معادین چی د رسمی قرارداد لمخی یی اجاره کړی او په ډیرو مصارفو یی استخراج ته رسولی چی و سپینه ( کرومائیټ ) چی قیمتی ډبره ده اوس یی ځایی وګړی د خپل دولت په مرسته له افغانانو په زور اخلی ، شازیب نامی یو تن تیره میاشت د ۱۰ کانونو په شا وخوا کی په زور ګرزولی او دپوښتنی څوک یی نشته طالبان ، او بشری اداری دی ددغو مظالمو مخه ونیسی او د نن اسیا ویب پاڼه دی مطبوعاتو ته ورسوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x