افغانستان

ايران د افغانستان سره د یو ملیون ټنه تیلو قرارداد لاسلیک کړ

Afghan_Iran_Feul_Banنن ټکی آسیا: ایران د افغانستان سره د یو ملیون ټنه تیلو قرارداد لاسلیک کړی.

دغه قرارداد د ایران او افغانستان تر منځ تیره ورځ د ایران د تیلو د مرستیال وزیر علی رضا ضیغمی او د افغانستان د تجارت او صناعت د وزیر انوار الحق احدی تر منځ لاسلیک شوی دی.

په دغه تیلو کې به دوه حصې تیل د موټرونو، او پاته یوه برخه يې د نورو استعمالېدو تیل وي، چي په هغو کې به لس فیصده تیل د الوتکو لپاره وي.

دا قرارداد په داسي وخت کي لاسلیک کیږي چي ایران خپل د ایټمي پروژې له کبله د نړیوال بندیزونو سره مخ دی، او غربي نړی پلان لري چي په راتلونکو اونیو کې دغه بندیزونه نور هم سخت کړي.

د ایران د تیلو وزارت د افغانستان څخه غوښتي چي خپل د تیلو ټوله ضرورت د ایران د تیلو څخه پوره کړي، خو افغانستان حکومت ویلي چي دوی به د وسطي ایشیا د ملکونو او پاکستان څخه د تیلو رانیول همداسي جاري وساتي.

د افغانستان د دریمي حصې تیل د روس، ترکمانستان او عراق څخه د ایران په لاره راځي.

په تیر کال کې ایران یو ځل د عراق له خوا راتلونکي تیلو باندي لاره ځکه بنده کړې وه چي ویل يې دغه تیل په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو لپاره ځي، چي بیا وروسته په افغانستان کي په پراخه پیمانه د ایران په ضد لاریونونه وسول او ایران دې ته اړ سو چي خپله لاره ددغه تیلو پر مخ بیرته پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x