افغانستان

طالبان: د مذاکراتو افواهاتو خپرولو تر شا د «مرموزو جاسوسي کړیو» لاس دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): طالبانو یو ځل بیا د مذاکراتو «اوازې» رد او وروستي راپورونه یې «افواهات» او تر شا یې د مرموزو جاسوسي کړیو لاس ګڼل بللي دي.

په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو په مکرر ډول راپورونه خپاره کړل چې افغان طالبان له ګډحکومت سره خبرو اترو ته تیار شوي او مذاکراتو ته کیني.

طالبانو نن د کب پر ۱۲مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وروستي راپورونه «افواهات» بللي. هغوی ویلي چې د اوازو د خپرولو تر شا د جاسوسي کړیو لاس ښکاري.

طالبانو پر ولس غږ کړی چې د مذاکراتو په راپورونو باور ونه کړي. دوی ډاډ ورکړی چې هېڅ مذاکرات د پردې تر شا نه کوي او که « څه وای نو به اسلامي امارت پخپله له خپلو رسمي لارو څخه رسنۍ او هیوادوال ورباندي خبر کړي وای».

طالبانو ویلي چې د مذاکراتو په اړه «افواهات» په تېرو ۱۳ کونو کې ډير ځله تکرار شوي خو دوی ته یې هېڅ زیان نه دی رسولی او نه یې هم کومه بې باوري رامنځته کړې.

هغوی د مذاکراتو په اړه تېرو خبرونو ته په اشارې سره ویلي چې « دا ځل به هم دا دروغجنه څپه همداسې بې نتیجې تیره شي او وخت به هر څه ثابت کړي».

طالبانو پر ولس غږ کړی چې دغه ډول اوازې خپریدل د «ځينو پټو کړیو» لخوا «طراحې» کیږي او «هدف یې هم شوم ښکاري» نو « دښمن له دسيسو سره د تل په شان بیدار واوسي او په تشو پروپاګندو تیر نه وزي».

طالبانو امنیتي تړون لاسلیک، د اسلام ضد کارونو ترویج او د ګډحکومت لخوا د بهرنیو ځواکونو په پاتې کېدلو ټینګار ته په اشارې سره ویلي چې دوی د «ابرومندانه سولې» د تامین لپاره هڅې کوي خو «په هېواد کې د بهرنیو اشغالګرو شتون او د اسلام ضد اعمال د جګړې اساسي عامل دي».

« څرنګه چې د اشغالګرو په شتون کې جهاد فرض عین دی نو ځکه تر اوسه اسلامي امارت د وسلې کارول یوشرعي امر بولي».

د ګډ حکومت له جوړیدو وروسته ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته ډیر امتیازات ومنل، ولسمشر په دې ګومان چې پاکستان کولای شي طالبان خبرو ته حاضر کړي، د پاکستاني طالبانو مشر لطیف الله محسود هم پاکستان ته تسلیم کړ.

ولسمشر غني د ډیورند د رسميت په ګډون پاکستان ته ځینې داسې امتیازات منلي چې پخواني افغان حکومت رد کړي وو.

کابل ته د پاکستاني جنرالانو له پرلپسې سفرونو هم داسې څرګندیږي چې ښايي پاکستان په خپل وار ولسمشر اشرف غني ته په دې اړه ژمنې ورکړې وي.

خو کتونکي په دې اند دي چې په پریکړو کې د طالبانو د استقلالیت له کبله پاکستان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی، او اوس د دغسې راپورونو په مټ له یوې خوا ګډ حکومت په تمه ساتي او له بلې خوا غواړي له ولسمشر اشرف غني څخه نور امتیازات هم ترلاسه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو اوازې خپریږي، پخوا هم رسنیو د ورته خبرو اترو راپورونه ورکړي چې طالبانو بیرته رد کړي دي.

لیکوال او شناند وحید مژده په باور هم د سولې مذاکرات اوازې د پاکستان له لوري کیږي او یو شمېر پخواني طالبان چې اوس په طالبانو کې هېڅ دنده نه لري او هڅول کیږي چې د طالبانو په استازیتوب یو ځای او بل ځای خبرو ته کیني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x