افغانستان

د بغلان امنیه قومندان: مخالفین لوړپوړي ملاتړي لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د بغلان امنیه قومندان وايي چې مخالفین يې په دولت کې لوړپوړو چارواکو ملاتړ لري.

د بغلان امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل وايي چې دوی څو ځلې غوښتي چې د بغلان په مرکز او دوو نورو ولسوالیو کې عملیات وکړي خو لوړپوړو مسوولینو او د ولسي جرګې ځينو وکیلانو يې مخالفت کړی دی.

نوموړي وویل چې د دوی مخالفین په بغلان ولایت، ولسي جرګه، مشرانو جرګه او لوړو پوستونو کې خپل ملاتړي لري.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د لوګر د بره برکي ولسوالي امنیه قومندان هم د دې ولایت د چارواکو له لوري له طالبانو سره د همکاري په تور ونیول شو.

تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې څوارلس پولیس د لوګر په امنیه قومنداني کې د برید په همکاري نیول شوي دي.

د دولتي چارواکو تر منځ د طالبانو د همکاري او يو پربل شک او بې باري لا هم غښتلې شوې ده.

څه موده وړاندې په شمالي ولایت کندوز کې ۳۲ پولیس له طالبانو سره د همکاري په تور ونیول شول، چې د مسوولینو په وینا يې لا هم طالبانو نور ملاتړي لري او دوی به يې پلټنې کوي.

په لوړه سطحه هم د ګډ حکومت لومړي مرستیال جنرال دوستم او د تېر جهاد پر مهال مشر عبدالرب رسول سیاف هم ورته څرګندونې کړې او پر دې يې اعتراف کړی چې طالبان په لوړه سطحه دولتي همکاران لري.

څه موده وړاندې طالبانو هم پخپله یوه خبرپاڼه کې دې ته اشاره کړې وه، چې له واشنګټن سره د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته دوی په لوړه سطحه دولتي همکاران پیدا کړي، چې هغو د دې تړون کلک مخالفین وو.

د شنونکو په باور د امنیتي ارګانونو تر منځ د نه همغږۍ یو علت هم همدا ګڼل کېږي چې امنیتي مسوولین يو پر بل د زړه باور نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x