افغانستان

پکتیا: طالبانو د بهرنیو ځواکونو یوه څارګره الوتکه را غورځولې

droneنن ټکی آسیا: طالبانو د پکتیا ولایت د احمد ولسوالۍ په فیرز خیلو سیمه کې د بهرنیانو یوه بی پلوټه الوتکه را غورځولې.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون ویلي چي را لویدلې الوتکه ټوټې ټوټې شوې ده.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم ویلي چي ددوی یوه څارګره الوتکه په پکتیا ولایت کې بیړنی ناسته کړې، خو دايي نه منلي چي طالبانو دغه الوتکه په نښه کړې ده.

طالبانو تر دې وړاندي د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې هم دیوې بلي الوتکي د راغورځولو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x