ټکنالوژي

سامسنګ ګلکسي S6 او S6 Edge بازار ته وړاندې کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): تيره ورځ سامسنګ شرکت خپل نوی موبایل بازار ته وړاندی کړ. دغه شرکت ویلي چې چې د راتلونکې میاشتي څخه به ییې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په رسمي بڼه خرڅول پیل شي.

سامسنګ خپل د نوي دوو موبایلونو اعلان د اسپانیې د برشلونا په ښار کې وکړ، چیري چې د موبایل نړیوال کانګریس په نامه د موبایلونو نندارتون روان دی، او هر شرکت هڅه کوي چې په دغه نندارتون کې خپل نوي سمارټ فونونه او نور الیکتروني ډیوایسونه بازار ته وړاندي کړي، تر څو د ډیر پام وړ وګرځي.

باید وویل شي چې تیر کال سامسنګ خپل ګلاکسي ایس ۵ موبایل بازار ته وړاندی کړی وو، او دادی خپل د ددې مشهور نوم لرونکي سلسلې یو بل موبایل یې بازار ته وړاندي کړی.

سامسنګ باندي له دې وجي ډیر انتقادونه کیږي چې دوی نوي موبایلونه ژر ژر بازار ته وړاندي کوي، چې له کبله یې د تیر او راتلونکې موبایل دومره زیات توپیر نه وي، تر څو پيریدونکې دې ته اړ کړي چې نوی موبایل واخلي، خو د سامسنګ په مقابل کې بیا آی فون په کال کې یو موبایل بازار ته وړاندي کوي، او په خپل هر موبایل کې زیات نوی خدمتونه او نوي اسانتیاوي اضافه کوي، چې له کبله یې کارونکي دې ته اړ کیږي چې خپل د زاړه موبایل څخه ځان خلاص کړي، او نوی رانیسي.

دا ځل د سامسونګ په حق کې دغه خبره څومره سمه ده او څومره غلطه، په لاندې برخه کې سره پرتله کولای شئ:samsung_galaxy features

د پورته خصوصیاتو تر څنګ د سامسنګ نوی موبایل د پخوا په شان پلاستیکي کور نه لري، بلکي د موبایل مخ او شا دواړو کې د ګوریلا ۶ شیشه کار شوي، چې ویل کیږي تر پخوانیو ټولو شیشو کلکه او ژر نه ماتېدونکې ده.

سمسونګ همدا راز ګالاکسي ایس ۶ ایج هم بازار ته وړاندی کړی، چی د مخکني سره یی لوی توپیر دادی چې ددغه موبایل څنډو کې هم د سکرین شیشه کارول شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x