نړۍ

عراق: ایرانی جنرال د «اسلامي دولت» پر ضد د عملياتو مشري کوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): عراق کې د دولتي پوځيانو او شيعه ملېشو له لوري د هېواد شمال تکريت سيمه کې د اسلامي دولت پر ضد عمليات روان دي.

وروستي راپورونه وايي، چې د دغې جګړې مشري د ايران د پاسداران انقلاب ځواکونو «القدس» فرقې مشر جنرال قاسم سليماني کوي.

د ايران رسمي خبري اژانس «فارس نيوز» د «اسلامي انقلاب» د پټو سرچينو له قوله وايي، چې جنرال قاسم سليماني څه موده وړاندې اسلامي دولت سره په نښته کې ټپي شوی و او اوس يې، چې روغتيايي حالت سم شوی، يو ځل بيا يې د عراق شمال تکريت کې د جګړې مشري پر غاړه اخيستې او د اسلامي دولت پر ضد د روانو عملياتو مسؤوليت د ايراني جنرال قاسم سليماني پر غاړه دی.

فارس خبري اژانس وايي، چې د جنرال سليماني په مشرۍ د عراق پوځ، شيعه ملېشې او ايراني عسکر په دغه جګړه کې ګډون کوي او له تېره ورځ راهيسې يې تکريت ښار کلابند کړی او د اسلامي دولت پر مرکزونو يې درنې بمبارۍ پيل کړي او د ښار ټولې وړې او لويې لارې يې بندې کړي دي.

د فارس نيوزي په وينا جنرال سليماني د روانې اونۍ په پيل کې عراق ته رسېدلی او د ايراني ملېشو «اهل حق» ډلګۍ او مشر يې الخز علي هم په دغه جګړه کې شريک دي.

عراقي چارواکي وايي، چې تکريت سيمه د اسلامي دولت له واکه خلاصول د دې لپاره هم دوی ته مهم دي، چې دغه سيمه د پخواني ولسمشر صدام حسين پلرنی ټاټوبی دی او خلک يې اسلامي دولت او صدام حسين سره خواخوږي لري.

د ايران او عراق د جګړې پر مهال هم ايرانيانو لپاره تکريت ښار له ستراتيژيک پلوه ډېر مهم و او هغه مهال يې غوښتل، چې د صدام حسين دغه پلرنی ټاټوبی له خاورو سره خاورې کړي، مګر هغه مهال د صدام حسین پوځیانو د دوی مخنیوی وکړ.

د پېښو څارونکي وايي، چې ايران هوډ کړی، چې خپله پخوانۍ غوسه اوس په تکريت ښار سړه کړي او د اسلامي دولت پر ضد د روانو عملياتو په نوم دغه ښار ويجاړ کړي.

عقيدوي ميلان

عراقي ولس وايي، چې د دوی تر ټولو لويه ستونزه نا امني ده او حکومت بايد په هر صورت چې وي امنيت ټينګ کړي او حکومت پر ټول هېواد حاکم شي او له هغې ورسته د بيا رغونې کارونه پيل کړي.

د عراق سياسي څېرې د امريکايي عسکرو د بيا راتلو مخالف دي، مګر د اسلامي دولت ضد جګړې او د عراق د امنيت په اړه بيا د ايران له نظامي مداخلې سره کوم حساسيت نه لري.

د عراقي اربکيانو يو لوړپوړي مشر حسين الساعدي الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د عراق او عربي نړۍ ګردې ستونزې د امريکا له لاسه راپيدا شوي دي.

ساعدي زياته کړه، چې د عراق او ايران د «يوې عقيدې» او ګډو ګټو له امله دوی کولای شي، چې د تروريزم پر ضد په يو کتار کې وجنګيږي.

اسلامي دولت پر ضد د روانې جګړې په پيل کې ايران امريکا ته د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ او وروسته بيا ايراني چارواکو وويل، چې دوی د امريکا په مشرۍ روانه جګړه کې هيڅ رول نه لري، مګر هغه مهال د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يو شمېر اسنادو له مخې ليکلي و، چې ايران په پټه د اسلامي دولت ضد جګړه کې د امريکا تر ټولو قوي ايتلافي هېواد دی.

نيو يارک ټايمز زياتوي، چې ايران بغداد ته خپلې بې پيلوټه څارګرې او جنګي الوتکې ليږلي او د اسلامي دولت پر ځواکونو بمباري او څار کوي.

د نيويارک ټايمز په وينا امريکا او ايران دواړو د عراقي حکومت د مرستې لپاره سلګونه پوځي او استخباراتي سلاکاران بغداد ته لېږلي، چې، د اسلامي دولت د ځواکونو مخنيوی وکړي.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه عبدالباري عطوان وايي، چې سعودي عربستان، کويت، امارات، ترکيه، اسراييل او د سيمې نور هېوادونه په ډېر خبرو او موضوعاتو کې سره اختلاف لري، خو د اسلامي دولت د ځواکونو د ځپلو لپاره يې په دې اتفاق کړی، چې بايد له منځه يې يوسي.

ژورناليست او د عربي چارو شناند عبدالوهاب بدرخان په دې اند دی، چې عراق کې د اسلامي دولت پر مرکزونو د ايراني الوتکو بريدونه يوازې يو هوايي خبر نه دی، بلکې دا روڼ حقيقت دی او سيمه کې د ايران او امريکا ګډ سياست له ډېر پخوا را روان دی او جان کيري په همدې لټه کې دی، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې بريا ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x