
کابل: دوو ورځو کې به ۸۰ سلنه بريښنا پرچاوي کمه شي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان برښنا شرکت وايي چې په دوو نورو ورځو کې به د پلازمېنې کابل ۸۰ سلنه بريښنا پرچاوي کمه شي.
کابل ته د تاجکستان او ازبکستان څخه ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بريښنا ۹ ورځې وړاندې د سختو واورو او واورو ښوېدنو له کبله د بغلان ولایت په شمالي سالنګ کې پرې شوه.
اوسمهال کابل ښار په ۲۴ ساعتونو کې یوازې څو ساعته بريښنا د ماهیپر، سروبي، نغلو بندونو څخه پوره کوي.
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو پر اساس په شمالي سالنګ کې د واورو ښوېدو له کبله د برېښنا ۳ پایې چپه شوي او ۶ نورې يې خرابې شوي دي.
ددغه شرکت ویاند وحید توحیدي نن رسنیو ته ویلي چې د بريښنا دپایو جوړول او سمولو کار ۳ اونیو ته اړتیا لري خو د دغه شرکت د انجنیري او تخنیکي ټیم کوښښ کوي چې دغه پایې او بېړنۍ پایو د جوړلو سره په دوه ورځو کې د ۱۷۰ میګاواټه بريښنا کابل ښار ته انتقال کړي.
د هغه په وینا د ۱۷۰ میګاواټه بريښنا انتقال سره به د بريښنا پرچاوۍ کې به ۸۰ سلنه کمه شي.
خو وحیدي زیاته کړه چې د اساسي پایو جوړول او د ټولو خرابو شوو پایو نصبول ۳ اونیو ته اړتیا لري.
د افغانستان د بریښنا شرکت مسوولینو په وینا په سړه هوا کې یوازې د کابل ښار اوو سوه میګا واټه برق ته اړتیا لري او دوی څلورسوه او اتیا میګاواټه برق لري.