
هلمند: سرتيري برید کې دوه قومندانان او ۲۰ عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند په سنګين کې نن له غرمي وروسته شاوخوا یوه بجه د موټر په وسیله سرتېری برید وشو.
د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل وايي چې په دې برید کې د ملي اردو ۹ او د عامه نظم یو عسکر وژل شوی دی.
طالبانو ویلي چې برید د دوی ملګري د سنګین د شکر شېلې په سیمه کې د حاجي امین سرای ته څېرمه د ټونس ډوله موټر په وسیله کړی دی.
رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې طالبانو ويلي چې په دې بريد کې يې د دوو قومندانانو په ګډون ۲۰ تنه عسکر وژلي دي.
طالبان وايي چې بریدګر زرقاوي نومېده، چې د کندهار ولایت اوسېدونکی و.
د دوی د خبرپاڼې له مخې په دې برید کې « د دښمن ۷ شوبلې او یو کاماز موټر په بشپړه توګه ویجاړ او د ۲ تنه قومندانانو – اسد او محمد داود – په شمول ۲۰ تنه ګوډاګیان ځای پرځای قتل او ګڼ شمېر نورسخت ژوبل شول.»
دا په داسې حال کې دی چې د دولت له لوري د یوې میاشتې په موخه د سنګین په ګډون د هلمند په څو ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل شوي، چې د رسنیو له قوله کوم پرمختګ پکې نه دی شوی.