افغانستان

د واده په مراسمو کې د شرابو څښلو ۷ تنه و وژل

دا پېښه دوه شپې مخکې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د قابلباى په سېمه کې په يوه کور کې د خوښۍ په يوه محفل کې رامنځته شوه. 

د عيني شاهدانو په وينا،په دې محفل کې ٢١ځوانانو په يوه سطل کې الکولي مشروبات برابر کړي او په هغه کې يې يوه دالوبالو نوشابه هم اچولې و،چې د څښلو له امله يې پنځه تنه مړه او نور مسموم شوي و.

 

تېره ورځ د سېمې خلکو ويل، چې د شپږو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و او د درملنې په موخه د کابل او پيښور روغتونونو ته لېږدول شوي  .

خو اوس دغه خلک وايي،چې دوه نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

په محفل کې ګډون کوونکي اسدالله نن د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې يوتن تېره ورځ مازيګر د پېښورښار په يوه روغتون او بل تن يې د کابل په استقلال روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه زياته کړه،په پام کې ده،چې دا دوه ځوانان به نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

د کابل د ١٠١اسمايي زون د جنايي تحقيقاتو رييس مل پاسوال محمدظاهرهم د ٧ تنو مړېنه تائيد او ويې ويل،چې پوليسو د پېښې له ځاى څخه د زهري الکولو دوه خالي بوتلونه ترلاسه کړي،چې شايد د مړېنې لامل هم همدا الکول وي.

هغه پژواک ته وويل، پوليسو د مړو او د هغو کسانو، چې په روغتون کې تردرملنې لاندې دي، د وېنې نمونه عدلي طب ته استولې او ټاکل شوې ده،چې پايله به يې د نن ورځې تر وروستيو معلومه شي.

دا په داسې حال کې ده،چې د ابن سينا روغتون رييس ډاکټر ګلاجان رحمت تېره ورځ ويلي و،چې تېره شپه دې روغتون ته ١٢کسان ليږدول شوي،چې په زړه بدوالي،ضعف او ګنګسيت اخته و او د معدې تر پاکولو وروسته يې بېرته رخصت کړي دي.

د هغه په وينا، يادو کسانو له ١٨څخه تر ٢٧کلونو پورې عمر درلود او ويل يې،چې د الوبالو نوشابه يې څښکلې ، خو ددې ډير احتمال و چې شراب يې څښکلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x