ورزش

افغانستان سبا د وړتیا ښودلو لپاره یو بل چانس لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال جام د لوبو په سلسله کې افغانستان سبا د نړۍ د لومړی درجې سترې او قوي کرکټ لوبډلې استرالیا سره لوبه او د خپلې وړتیا ښودلو لپاره یو بل چانس لري.

پرت په لوبغالي کې افغانستان یوه پخوانۍ تجربه لري. هغوی په اکتوبر کې په دغه لوبغالي کې د لویدیځې استرالیا لوبډلې سره یوه لوبه کړې.

استرالیا په وروستۍ سیالۍ کې چې د نیوزیلینډ سره یې درلودله ماتې وخوړله. دوی په توپوهنې کې ونه ځلېدل او توپ اچونه کې یې بیا نیوزیلینډ ته د ورځې د اسمان ستوري وښودل.

نړیوال کرکټ پوهانو د افغانستان لوبډله ستایلې، تر دې دمه یې د بنګلادیش سره د لوبې پرته د سري لنکا او سکاټلینډ سره ښې لوبې کړي. سري لنکا په سختۍ سیالي وګټله او سکاټلینډ بیا د افغانستان وړاندې مات شو.

د استرالیا لوبغالو باندې توپوهنه سخته ده او افغانستان په توپوهنه کې ستونزې لري که په توپوهنه کې بریالي شي، ښايي افغانستان استرالیا په څېر قوي لوبډلې سره ښه سیالي وکړي.

افغانستان او استرالیا تر دې وړاندې تقریبا دوه نیم کاله وړاندې په شارجه میدان کې یوه سیالي کړې وه، افغانستان نسبتا په شارجه کې ښه لوبه کړې وه خو شارجه کرکټ لوبغالی د پرت لوبغالي سره دومره توپیر لري لکه کرکټ یې چې د ټینس سره لري، نو د استرالیا سره لوبه به د فشاره خالي نه وي.

افغانستان کم نه ګڼو

د استرالیا کپتان مایکل کلارک ټینګار کوي چې د پرت په لوبغالي کې سبا د افغانستان سره مخامخ کیږي او دا لوبډله کمه نه ګڼي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ځېنې کمزوري لوبغاړي د افغانستان سره په لوبه کې ولوبوي وویل چې موږ دغې لوبې ته ډير تمرین کړی، افغانستان کم نه ګڼو.

کلارک د افغانستان کرکټ لوبډله د وروستیو لوبو کې ستایلې: «زه فکر کوم افغانستان نړۍ ته وښودله چې دوی یو ښه لوبډله ده او دوی په دغه لیول کې ډير ښه لوبه کوي».

استرالیا څوک خطرناک لري؟

افغان لوري ستره ستونزه په توپوهنه کې ده. بیا استرالیا میچل جانسن او مچل سټارک په لاس کې لري. دواړه قوي لوبغاړي دي او باونس بال ډير کوي. افغانستان له پخوا د باونس بال په وهلو کې ستونزه لري. د هند سره د ۲۰ اوریزو سیالیو کې یې زیات شمېر لوبغاړي د باونس بال په وهلو وسوځېدل.

محمد نبي وايي چې د استرالیا سره د کرکټ یو څه تجربه لري. دغې لوبډلې سره يې په شارجه کې سیالي کړې او په ۶۶ منډو يې لوبه بایللې.

«موږ له استرالیا نه ویریږو، خو موږ يې درناوی کوو ځکه هغوی قوي بالران، قوي توپوهونکي او قوي ډګرساتونکي لري».

د افغانستان همکار روزونکی پيټر انډرسن وايي چې موږ ۵۰-۵۰ سلنه چانس لرو چې استرالیا ته ماتې وکړو. هغه زیاته کړې زموږ هدف دادی چې ۵۰ اورنو ولوبوو او ښه لوبه وکړو.

وروستۍ سیالۍ

استرالیا په وروستیو پنځو سیالیو کې یوازې یوه سیالي بایللې او ۴ یې ګټلي. افغانستا بیا ۳ بایللي او ۲ یې ګټلي دي.

لوبغالی او حالات

عربي اماراتو د هند سره په لوبه کې په پرت لوبغالي کې ایله ۳۱،۳ اورونه ولوبول. دغه لوبغالي کې تر توپ اچونې توپوهنه سخته ده. په لوبغالي بال ډیر باونس خوري چې د مچل جانس، سټارک، حمید حسن او شاپور ځدران لپاره ښه تمامېدای شي. د هوا ادارې وايي چې د تودوخې لوړه درجه به ۳۰ وي.

وروستۍ خبره

استرالیا په یو ورځېنۍ سیالیو کې د نړۍ اوله درجه لوبډله ده. د هند په څېر سترې سترې لوبډلې ترې په لړزه وي. سیالي ورسره اسانه نه ده. افغان لوبډله که محض له استرالیا سره لوبه وکړي او سیالي په اسانه ونه بایلي دا يې ګټه ده.

د استرالیا په لوبغالو کې د هغوی سره سیالي کوم اسانه کار نه دی، بیا هم افغانستان زیات شمېر استرالیاوي ملاتړي هم لري او هم په دغه هېواد کې زیات شمېر افغانان اوسیږي چې د ډیرو کسانو په شتون کې به سبا لوبه ډيره دلچسپه وي.

سیالي سبا د کابل پر وخت له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د استرالیا په پرت لوبغالي کې پیل کیږي. نن ټکی اسیا د افغانستان او استرالیا تر منځ سیالي په ژوندۍ بڼه ښکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمزه{صادق}

ديرشه مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx