افغانستان

واشنګټن ټايمز: پينټاګون د ښځينه افغان پوليسو په روزنه کې ځانګړې مرستې کوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، کب ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د امريکا دفاع وزارت (پينټاګون) وايي، چې د افغان ښځينه پوليسو د ملاتړ او روزنې لپاره ځانګړې مرستې په پام کې لري.

واشنګټن ټايمز امريکايي ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د پينټاګون چارواکو له قوله ليکلي، چې د طالبانو پر ضد د افغان عسکرو د روزنې په ترڅ کې تر ټولو زياته توجه او مرستې ښځينه پوليسو ته ځانګړې کوي او دا کار يې افغانستان کې د ښځو د حقونو په لار کې مهم ګام بللی دی.

د واشنګټن ټايمز په وينا د ښځينه پوليسو د ځانګړې مرستې او لاسنيوي تر شا د امريکايي چارواکو موخه دا ده، چې د عملیاتو او تفتيش پر مهال له دغو ښځينه پوليسو کار واخلي او بله دا، چې د ښځينه عسکرو له لارې افغان ټولنه کې خپل نفوذ پراخ کړي.

ورځپاڼه زياتوي، چې پينټاګون په دې اړه لس کلن پلان لري، چې د دغه پلان له مخې به پنځه زره ښځينه پوليسې دوی روزي او له دې لارې به په افغان ټولنه او کورنيو کې «خپل نفوذ زياتوي».

چارواکي دا هم وايي، چې د ښځينه پوليسو په مرسته دوی په اسانه کولای شي، چې د خلکو کورونو ته ننوځي او د کورنيو له داخلي ستونزو په اسانه ځانونه خبر کړي.

امريکايي چارواکي ادعا کوي، چې د ايتلافي عسکرو په راتګ د افغان ښځو ژوند کې «ډېر زيات مثبت» بدلون راغلی او دا کار د خپل ديارلس کلن شتون حاصل او ګټه بولي.

د امريکايانو په راتګ د افغانانو کلتور ته زيانونه واوښتل او د ښځو او ماشومانو پر ضد تاوتريخوالی او جنسي ځورونې د ورځنيو خبرو برخه ګرځېدلې.

واشنګټن ټايمز زياتوي، چې د پوليسو او ملي اردو په ليکو کې، چې کومې ښځې او نجونې دندې ترسره کوي، د جنسي ځورونې ښکار دي.

د واشنګټن د سولې انسټيټيوټ کې د مذهبي او امنيتي چارو پروګرام مسؤولې پلوشې کاکړ واشنګټن ټايمز ته ويلي، چې سړي همکاران او لوړپوړي افسران له ښځينه پوليسو او عسکرو د جنسي اړيکو غوښتنې کوي او که د سړيو خبره ونه مني، نو د کارونو پر وړاندې ورته ډول ډول دسيسې او خنډونه راپورته کوي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د پوليسو ليکو ته د افغان ښځو جلبول او د بهرنيو مؤسسو ډېری پروژې د افغان ولس د اساسي غوښتنو، ديني او ملي ارزښتونو خلاف دي او دا پروژې به ډېرې ناوړه پايلې ولري.

افغانستان کې بهرني عسکر او مؤسسې خپلې پروژې سياسي او ټولنيزو چارو کې د پرمختګ لپاه کاروي، دا په داسې حال کې، چې اوس هم ډېری ښځې، نجونې او ماشومان د ژوند له اساسې اسانتياوو بې برخې دي او د افغان حکومت په ګډون نړيوالې مؤسسې خپلې پروژې د سياسي او خپلو نورو ګټو لپاره پرمخ بيايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x