افغانستان

سرښندونکي بريد کې د وولسي جرګې د غړي په ګډون شل تنه ووژل شول.

نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۵) نن له غرمی څخه وروسته دافغانستان په شمال تخار ولایت کی دیوه سرښندونکي برید له امله دولسي جرګي دغړي عبدالمطلب بیګ په ګډون شل تنه مړه او دپنځو سو کسانو په شااوخواکی ټپیان کړي دي.

دتخارولایت دپولیسو یوه لوړ رتبه چارواکی محمود الحسن خبری رسنیو ته ویلي چی نن له غرمی څخه وروسته دتخارولایت مرکزتا لقان ته څیرمه دسری سنګ په کلی کی یوه سرښندونکي برید ګر دیوي جنازي دمراسمو پروخت پرخلګو باندی برید وکړ چی له کبله له تخارولایت څخه دولسي جرګي دغړي په شمول ۲۰ کسان وژلي او له پنځو سو څخه زیات ژوبل کړی دي.

له تالقان څخه دمرکزی روغتو ن مشر خبري رسنیو ته ویلی چی تراوسه پوری د ۱۲ کسانو مړی او یو شمیر نور ټپیان دغه روغتون ته راوړل شوي دی.

خو له سیمي څخه عیني شاهدانو خبرورکړي چي دمړو او ټپیانو شمیره زیاته وه ځکه اکثره کسانو خپل مړي اوټپیان نیغه په نیغه دپیښي له ځایه څخه دکورونو په لور یو وړل.

دپیښي پړه تراوسه پوری چا په غاړه نه ده اخیستي، ولی دولتي چارواکي د پیښي پړه پروسلوالو طالبانو وړ اړه وي.

نن ټکی اسا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x