نظــر

ارګ د بې شعوره مینانو او متعصبو معشوقو ځاله

لیکوال: جلال عثماني

هغه کړاوونه او ستونزې چې په تیرو ټاکنو کی ولس وزغملې ټولې نړۍ ولیدې دا چې وروسته د ملت رایو ته څومره درناوی وشو او یا سپکې شوی بیله خبره ده. نغواړم چی په هغو باندی د لوستونکو وخت ضایع کړم، اوس مهال غواړم چې په ارګ کې د مقرریو په اړه څه ناڅه رڼا واچوم. تر اوسه چی په ارګ کې د مقرریو کومه سلسله روانه ده خورا غمجنوونکی او د تآسف وړ ده.

کله چی ډاکټر غنی ارګ ته ولاړ او سلام رحیمی یی د اداره امور د عمومی مشر په توګه و ګماره ، په اصل کې یې دومره پیټی غاړې ته ور واچاوه ، چی دده له کفایت او وړتیا څخه خورا دروند وو. ښاغلی رحیمي یوازې دا مسوولیت لری چی د بیسواده رییسانو لخوا پیشنهاد شوي کار کوونکو په مقررۍ لاسلیک وکړی او یا یې ولسمشر ته ور ورسوي . دا چی څوک راغلل او ولې راغلل په یاد پوست باندې د کار کولو وړتیا لري او که نه دا خبره هیڅ مطرح نده. ښاغلي رحیمي ټول ریاستونه داسې سخاوتمندانه وویشل ، چې دې ته یې نه کتل چی څوک یې او د چا زوی یې ، یوازینی معیار دا وو، چې د کمپاین په دفتر کې یې کار کړی وی. د کمپاین ددفتر ټول هغه مامورین چې پخوا بیکاره بې روزګاره ول او د غني د کمپاین په دفترونو کې یې د معلوماتو د څانګې د کار کوونکي یا کمپیوټر کار په توګه کار کاوه، په ارګ کې د رییسانو او مهمو مسولینو په توګه و ګمارل شول پدې توګه هغه متعهد ځوانان ، چې هم ژوند په خطر کې وو، هم یې دندې په خطر کې اچولې وې، هم یې له جیبه امکانات مصرفول د ډاکټر غني له دفتره یې معاش غوښتل شرم او عار ګاڼه هغوی ته حتی سیستم ته د داخلېدو اجازه ورنکړل شوه او نه اوس ورکول کیږي.

د ډاکټر غني له هغه شعار څخه چې ویل یې ، څلویښت په سلو کې واک به ځوانانو ته ورکوي، ناوړه ګټه پورته شوه، دده د ځوانانو په شبکه کې هغه بې شعوره او بیسواده ځوانان چې نه یې وړتیا درلوده ، نه یې زده کړې درلودې اکثره ارګ ته د رییسانو په توګه ننوتل. ددوی سره د ځوانانو په شبکه کې ځینو سختو متعصبو او افغان ضد انجونو کار کاوه، چې په اصل کې دستوري د ډاکټر غني کمپاین ته ور ننوتې وې او لا له مخکې یې، له بې شعوره پښتنو ځوانانو سره د مینی او رومانس تارونه غزولی وو، اوس په ارګ کې په مهمو پوستونو باندې کار کوي ددوی له جملې څخه سیما غني شه بیلګه ده ، چی نه یوازی په ارګ بلکه په ټولو دولتی ادارو کی د پښتنو د تقرر مخنیوی کوی.خو په ارګ کی څو تنه کوڅه ډب پښتانه د هغی له موقف څخه دفاع کوي او د پښتنو حامي یی بولی ، دوی پښتنو ته د احمقانو او بی عقلو خطاب کوی حال داچی سیما غني هغه متعصبه ستمی ده ، د په مالیې وزارت کی د قومی او ژبنیو تعصباتو له وجې ورټل شوه، او احدی مجبور شو چې له وزارته یې وشړي. ددې تر څنګ سیما غنی چې په اخلاقي فساد مبتلا ده په بهر او داخل کی ځان د ډاکټر غني د کور غړې معرفي کوی چې په اصل کې یې د غني ددرنې کورنی ستره بدنامي ګڼم .

زه په تضمین سره وایم، چی په راتلونکی کې به ولسمشر غنی د دوو جدی ستونزو سره مخ کیږي. اول دا چی یا به ارګ له دغو میکروبونو څخه پاکوي ، چې ورته ستونزمنه به وی ځکه چې هره ورځ په لسګونو همدا بې شعوره مینان او متعصبې معشوقې ارګ ته د ازموینی لپاره راځي او جذبیږي او بله ستونزه به دا وي، چې ولسمشر به د همدغو خلکو له لاسه په سپکو سپکیږي ، ځکه چې په ارګ کې نوي خلک نه په اخلاقي لحاظ د منلو وړ دي، نه غني ته کومه ژمنتیا لري او نه په شعوری لحاظ داسې خلک دي چې د خدمت تمه دې تری وشي.

د ښاغلي کرزي پر مهال به ارګ د ( جزیره ذکور ) په نامه یادیده، ځکه چی په هغه وخت کې خپله کرزي نه غوښتل چی ډیری نجونی ارګ ته ور دننه شی . د هغه دلیل دا وو ، چی که چیرته په ارګ کې یوه وړه بد اخلاقي وشي. د ټول ارګ حتی د ولسمشر حیثیت ته ضرر رسوي. او څوک به چی په هغه وخت کې مقرریدل اقلا تر شپږو میاشتو پور به هغه څارل کیدل . تر څوو به چې له هر اړخه چک شو ،بیا به په ارګ کې د کار اجازه ورکول کېده ، ولې اوس مهال په هره هفته کی لسګونه نجونی او هلکان په ارګ کی په فوق العاده ډول دنده تر لاسه کوي څوک پدې نه پوهیږي چی ایا دوی واقعی مخلص او کار فهمه خلک دی او که جاسوسان؟ لکه ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې په ارګ کې دې مقرری د یوه مشخص معیار او ځانګړي پروسیجر له مخې تر سره کړي، څو په راتلونکي کې یو وړ او کاري ټیم ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x