fbpx

د افغانستان او پاکستان دحکومتونو تر مینځ د غیبه را پیدا سوې مینه

لیکوال: محمد قلندرزی

کله چي یوه ورځ راویښ سو او په تلویزون کي دا خبر ووینو چي په نړۍ کي پیشوګانو او موږکانو تر مینځ سوله سوې ده، نو څه به احساس کړو؟ آیا په دې به حیران سو چي دا ستر انقلاب څنګه راغلئ او دا پیړیو زړه نړیواله جګړه څنګه ناببره ختمه سول او که به ددې سولې ددوام په هکله په فکر کي لویږو چي دا سوله به تر کومه وخته دوام پیدا کوي؟ کیدای سي چي ډیر خلک یې ونه مني او د عملي ثبوت لپاره یو څو موږکان ونیسي او د یو څو پیشیانو و مخي ته یې ایله کړي چي وګورو دا نوې ورورولي عملاً څنګه ایسي؟ کله چي ښه موزړه ته ولویږي چي ولا دا خو رښتیا هم دوئ سوله سره کړې ده نو بیا به هر یو په دې پسي ګرځي چي دا دومره عمر یې جګړه پر څه وه؟ که د جګړې اسباب پر ځای پاته وي نو بیا به موږ و پیشیانو او موږکانو ته ووایو چي ددوئ رهبرانو کومه پټه معمله پیل کړې ده چي ددوئ دواړو ګټه پکښې ده. کله چي هغه معامله پای ته ورسیږي نو بیا به بیرته هغه آش وي او هغه کاسه.

د افغانستان او پاکستان د دولتونو تر مینځ ناببره را ټوکیدلې همکاري لپاره انګیزه ددوئ په وینا ددو پیښو څخه رازیږیدلې ده، یوه پیښه هغه برید و چي پکښي افغاني طالبانو په پکتیکا کي د محلي پولیسو مشران په نښه کړي وه او دوهمه پیښه هغه وه چي پکښي پاکستاني طالبانو په پیښور کي نظامي مکتب په نښه کړئ وو. که دا خبره رښتیا وي نو دا نوره هم د تشویش وړ خبره ده ځکه چي دواړه پیښې د دواړو هیوادو د بدترینو دولتي ظلمونو په عکس العمل کي را مینځ ته سوي وې. د پکتیکا کوم محلي پولیس چي په نښه سوي وه هغوئ داسي مظالم تر سره کول چي په لیکلو یې قلم لړزیږي او د پاکستان اردو چي د خپلو عملیاتو په مهال پر درنو پښتني قبایلو باندي څه ظلمونه کوي د هغه په مقابل کي چي د پیښور په نظامي مکتب کي څه وسول، هیڅ هم نه دي. طالبان په پاکستان کي دي که په افغانستان کي، د عام ولس ملاتړ ورسره دئ، او ددواړوهیوادونو ولسونه چي غالب اکثریت یې اهل النست مسلمانان دي په خپلو هیوادنو کي د اسلامي نظام پلي کیدل غواړي، د سودي اقتصادي نظام خاتمه او اسلامي ارزښتونو ته متوجه ګواښونو دبینه وړل یې ستره ارزو ده اود طالبانو مبارزه هم په ظاهره د همدې مقصد لپاره ده. بلي خوا ته د یو زیات وخت راهیسي د غربي قدرتونو لخوا په ټوله اسلامي نړۍ کي د شیعه او نورو اقلیتي فرقو د دولتي نفوذ د پراخولو لپاره یوه اوږدمهاله پروسه روانه ده او په ترڅ کي د پاکستان او افغانستان شیعه او نوري اقلیتي حلقې د پراخو امتیازاتو څخه برخمند سوي دي. ټول اهل السنت مسلمانان بالعموم او پښتانه بالخصوص د غرب د پالیسي پلي کونکو دولتونو لخوا منزوي سوي دي. په پاکستان کي چي کله د پاکستان اردو پر پښتنو قبایلو عملیات کوي نو په عکس العمل کي یې په سنده او پنجاب کي شیعګان د برید لاندي راځي، دا روښانه کوي چي د پاکستان دولت یوازي د طالبانو د بینه وړلو اراده نه لري.

د طالبانو او د هغوئ ملګرو وسلوالو ډلو د ځپلو وروسته به د اهل السنت مسلمانانو څخه دولتي دستګاهو تصفیه پیلوي. د پاکستان اهل السنت مسلمانان چي اکثریت دي، په دې هر څه پوهیږي او طبعي خبره ده چي ددې پروسې په وړاندي خنډونه جوړ کړي. د پاکستان اردو اړتیا لري چي ددې پروژې د پای ته رسیدلو پوري د افغانستان لخوا څخه بیغمه وي، ځکه نو دافغان دولت همکاري خو پریږده، یوازي بیطرفي لا د پاکستان لپاره غنیمت ده. بلي خوا ته په افغانستان کي ددولت څخه ټینګه ولسي غوښتنه دا ده چي د خپلو وسلوالو مخالفینو سره سوله وکړي، ځکه چي د افغانستان یوازینۍ اساسي اړتیا د جګړې پای ته رسیدل دي. افغان دولت هم په ظاهره داغه تبلیغات کوي چي د چین په منځګړیتوب د طالبانو سره سولي ته نیژدې سوي دي، خو په دې وروستیو کي د پاکستان سره د نظامي او استخباراتي راکړي ورکړي د پیل څخه دا واضح کیږي چي افغان دولت د خپل ولس سره دوه مخې پالیسي پر مخ بیایي او د چین منځګړیتوب ته د خپلو وسلوالو مخالفینو په ټکولو کي د پاکستان د مرستي د جلبولو په لاره کي اړتیا لري نه د طالبانو سره د سولي د خبرو د پیلولو لپاره.

د پاکستان دولت پیاوړئ دئ، کولای سي چي امریکا څخه د خپل ولس پر ضد د جګړې ټیکه واخلي او بیا د خپلي داخلي جګړې د تکمیل وروسته بیا افغانستان ته د مداخلې لاس ور اوږد کړي، خو افغان دولت ضعیف دئ. د خپل ولس یا وسلوالو مخالفینو سره جګړه اوږده کړي، هغه هم د شیعه او غیر پښتانه اقلیتونو د لا پیاوړي کولو لپاره نو نتیجه به یې د هیواد تجزیه وي. اوس دې ویلو ته اړتیا نسته چي د افغانستان تجزیه د غربي مداخلتګرو، د افغانستان سره ګډه پوله لرونکو ګاونډیانو سربیره د اقلیتي ټوپکسالارانو او سیاستمدارانو مشترکه ارزو هم ده. که څه هم زموږ ننني واکمنان یا د هیواد د نژادي اقلیتونو استاذي دي یا هغه نظریاتي اقلیتونه دي چي په دې ونه توانیدل چي د روسانو په مرسته دژوندي ښخولو او په مرمیو و بمونو د ملیونونو افغانانو د وژلو وروسته هم خپله مفکوره په مسلمان افغان ولس ومني. هغوئ چي تل د افغان ولس د برخه کیدلو سربیره د ددوئ څخه پردي دي، غربیانو په افغانستان کي واک ته رسولي دي او دا غواړي چي غربیان دوتلو په مهال دوئ بیرته د ځانه سره بوځي. غربیان مجبور دي چي ددوئ پر واک ټینګ ساتلو لپاره ددوئ سره په افغانستان کي د زیات وخت لپاره پاته سي. د افغانستان د ژغورلو یوازینۍ لار د جګړې پای ته رسیدل، د دولتي ادارو غیرسیاسي کیدل او ټولنیز سیاسي او اداري اصلاحاتو پلي کیدل دي چي په عملي کیدلو کي یې هیڅ پرمختګ نه دئ سوئ او نه په دا نیژدې راتلونکي کي یې د عملي کیدلو کومه هیله څرګندیږي. دکوم ځایه پوري چي دداعش موضوع ده نو که افغان دولت افغان شیعګان د خپلي اردو په لیکو کي د روزني ورکولو وروسته سوریې او عراق ته د اهل السنت مسلمانانو د قتل عام لپاره ونه لیږي نو ولي به داعش اړتیا ویني چي د خپلي جګړې لمن تر افغانستان پوري را اوږده کړي. که زموږ ولس مشر د خپل ګفتار او کردار دلاري په ټوله نړۍ کي ځان دهري او د اسلام دښمن معرفي کوي نو کیدای سي چي په شرق میانه او افریقا کي د افغان ولس د بدنامي باعث وګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د