شعـــــرونه

غزل /مصطفې آرین

شاعر: مصطفې آرین

که سـتا د شوخ غوندې رخـسار لمبې هماغــسې دي

زمـــــا د زړه د ســـــمنـدر څـــپې هــــماغـــسې دي

لکه باران غوندې یوڅاڅکې راشې ورک شې راکې

دګلاب غــیږ کـــې د شبنــم قیصــــې همـاغسـې دي

جــانانه زمــا او ســتا تر مــنځه توپـیر څـه تـه وائي

خیالونه ځوان ، فکرونه ځوان څــیرې هماغسې دي

راځــه په داســـې رود نـیل کـــې توپاني شـو پســې

د چــا په ســر چــې د غــرور نشــې هـماغـسې دي

آريـــنه لاړل پـسـې ډیـر تـر هــغـه دار ســــــــرونه

د چــا شــوې کوزې خـو د چـا شـملې هماغسې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x