افغانستانخبرونه

سیګار: تېر کال نژدې شپاړس زره تنه له ملي اردو څخه تښتېدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي بنسټ یا «سیګار» په خپل تازه راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې له پراخ فساد پرده پورته کړې او د امنیتي ځواکونو د تېښتې نوی راپور یې د امریکا کانګرېس ته وړاندې کړی.

د امریکا د سیګار اداره په افغانستان کې له ۲۰۰۲م کال راهیسې د امریکا له خوا د مصرف شوو ۱۰۷ملیارده ډالرو په اړه څیړني کوي، او د خپلو څیړنو وروسته تر لاسه شوي معلومات د راپورونو په شکل د امریکا کانګریس ته وخت په وخت وړاندي کوي.

په دې راپور کې چې پټ جزیات یې اوس بربنډ شوي، په کښی ویل شوي، له هغې راهیسې چې دناټو ځواکونو امنیتي مسئولیت افغان ځواکونو ته سپارلی، د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د تېښتې کچه لوړه شوې ده.

د سیګار دغه راپور په اصل کې د جنورۍ د راپور پاتې برخه وه چې پرون یې کانګريس ته وړاندې کړ، د ۲۰۱۴ په جنورۍ کې سیګار موندلي وو چې د ۲۰۱۳ له جنورۍ د ۲۰۱۴ تر جنورۍ پورې ۴۰،۰۰۰ تنو د افغان امنیتي ځواکونو لیکې پرې ايښې وې. هغه مهال افغان حکومت د سیګار دغه راپور رد کړی و.

بل اړخ ته د په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان، جنرال جان کامپبیل هم دغه راپور رد کړی وو، او ویلي یې وه چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د کمښت ادعا ځکه ناسمه وه چې په سافټویر کې «تخنیکي ستونزه» وه.

په تېره جنوري کې چې سیګار خپل راپور کانګریس ته وړاندې کړی و، دا یې په ډاګه کړې وه چې نور به د هغو ۶۵ملیارده ډالرو په تړاو چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره ورکړي وو، خپل راپور د رسنیو په وړاندې نه خپروي او یوازې به یې کانګریس ته وړاندې کوي.

دغه راپور چې نن رسنیو ته راوتی، ځینې پرخې يې خپرې شوي. مګر د راپور هغه برخې چې د افغان ملي اردو اړتیاوو، د هوايي ځواکونو ضرورتونو، د روزل شوو افغان نظامي پیلوټانو او عملیاتي مسایلو په اړه وو، لا هم پټ ساتل شوي دي.
په راپور کې دوه مهم ټکي د پام وړ دي:

لومړی دا چې سیګار او په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د افغان ملي اردو ځواکونو کره او ثابته شمېره ووايي، چې دا ښيي چې د افغان ملي اردو ځواکونو شمېر تل له کمښت سره مخ دی. کله کله خو تر ۲۰،۰۰۰ پورې د ځواکونو اسناد ورسره نه وي.

 لومړی دا چې سیګار او په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د افغان ملي اردو ځواکونو کره او ثابته شمېره ووايي، چې دا ښيي چې د افغان ملي اردو ځواکونو شمېر تل له کمښت سره مخ دی. کله کله خو تر ۲۰،۰۰۰ پورې د ځواکونو اسناد ورسره نه وي

لومړی دا چې سیګار او په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د افغان ملي اردو ځواکونو کره او ثابته شمېره ووايي، چې دا ښيي چې د افغان ملي اردو ځواکونو شمېر تل له کمښت سره مخ دی. کله کله خو تر ۲۰،۰۰۰ پورې د ځواکونو اسناد ورسره نه وي

دویم ټکی چې ډېر مهم دی، راپور په ډاګه کوي چې د ۲۰۱۴ له فبرورۍ راهیسې ۱۵،۶۳۶تنه په ملي اردو کې نادرکه شوي دي چې د اردو (۸،۵سلنه) اندازه تشکیلوي. راپور دا نه دي ویلي چې دغه شمېره ځواکونه له طالبانو سره یو ځای شوي او که په کور ناست دي. د دغې شمېرې له کمښت وروسته نو د ملي اردو کره شمېره ۱۶۹،۲۰۳تنه پاتې کېږي، چې دا شمېره د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو د سپټمبر میاشتو ترمنځ د ملي اردو تر ټولو کمه شمېره ښيي. د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ۴۰،۰۰۰ تنو د معاش اخیستو اسناد ځکه غورځول شوي دي چې دغه شمېر پوځیان نور خپلو دندو کې نه وو پاتې. کله چې د افغان ملي اردو ځواکونو د کره تعداد په اړه بدلېدونکې شمېرې دي، سیګار د پولیسو د کره شمېرې په اړه پوښتنه راپورته کوي او د کورنیو چارو وزارت له خوا د ادعا شوې شمېرې کره والی تر سوال لاندې راولي.

سربېره پر دې راپور په ډاګه کوي چې د هغو ۲۵ملیونه ډالرو چې امریکایانو په ملي اردو کې د ښځینه پوځیانو د روزلو لپاره افغان ملي اردو ته سپارلي وو، هېڅ اندازه هم نه دي لګول شوي. داسې ښکاري چې افغانې ښځې په ملي اردو کې د شمولیت دلچسپي نه لري او د یو لړ دیني او ملي ارزښتونو له امله نه غواړي چې اردو کې شاملې شي.

په تېرې جنورۍ کې چې کله سیګار خپل پټ راپور کانګریس ته وړاندې کړی، له هغې څو ورځې وروسته یې معلومات افشا شول. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايی قومندان، جنرال جان کامپبیل په زغرده وايي چې معلومات د وسله والو طالبانو له وېرې پټ ساتي چې کېدای شي هغوی ترې ګټه پورته کړي. طالبان کله کله په خپلو اعلاميو کې ادعا کوي چې په افغان ملي اردو کې زیات شمېره «نفوذي ملګري» لري. داسې ډېر راپورونه خپاره شوي وو چې افغان ځواکونو د ټوپک شپېلۍ د امریکایانو پر لور اړولي وي. تازه پېښه یې په تېر ژمي کې د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون کې وه چې یوه افغان سرتېري امریکایی جګپوړی افسر وواژه.

د سیګار تازه راپور د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د سرتېرو پر تېښتې سربېره په امنیتي ځواکونو کې د پراخ فساد راپورونه هم ورکوي.

د سیګار له خوا خپاره شوي راپورونه پخواني افغان حکومت ردول. تر دې دمه د اشرف غني او عبدالله عبدالله ګډ حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x