فراه: د ملي اردو او بهرنیو ځواکونو تر منځ جګړه کې ۳ بهرني عسکر وژل شوي دي
نن ټکی آسیا: د فراه ولایت د پشت رود په ولسوالۍ کې د ملي اردو او بهرنیو ځواکونو تر منځ جګړه شوې، چي په ترڅ کې ۳ تنه بهرني عسکر او د ملي اردو یو سرتیري وژل شوی، او بل ټپي شوی دی.
د فراه د ولایت څخه لوړ پوړي چارواکو رسنیو ته ویلي چي نن مازیګر د یادي ولسوالۍ د ریګي په سیمه کې د ملي اردو او بهرنیانو تر منځ یوه لفظي شخړه را منځته شوه، چي وروسته په وسلوالي نښتي واوښته.
هغوی زیاته کړې چي د ملي اردو د عسکرو په ډزو کې درې تنه بهرني عسکر ووژل شول، او په مقابل کې د ملي اردو یو عسکر ووژل شو، او یو بل ټپي شو.
تر اوسه د بهرنیو ځواکونو د تابعیت په اړه کوم ډول معلومات په لاس کي نشته او نه هم ایساف د پيښي په اړه ډیر تفصیل ورکړی، هغوی ویلي چي د جګړې خبر يې تر لاسه کړی او د مرګ ژوبلي څخه انکار کړی، او زیاته کړې ده چي نور معلومات به په مناسب وخت خپاره کړي.