fbpx

«چوکاټي ټولنه»

لیکوال: ذاکر جلالي

دا بحث مې د «جلالتمآب» د لقب غوښتنې په اړه رایاد شو. نه پوهېږم چې څومره به تړاو لري.

د «چوکاټي ټولنې» اصطلاح مې په لومړي ځل له استاد شرف‌الدین عظیمي څخه واورېده. په یوه ټلویزیوني بحث کې يې ویل، چې زه د پوهنتون استاد یم، نو باید همېشه رسمي لباس (درېشمي له نکتايي) سره واغوندم او منظمې-منظمې خبرې وکړم. استاد عظیمي يې لامل همدا ښوده چې زموږ ټولنه ډېره «چوکاټي» ده. هغه طبیعي ازادۍ چې یو انسان یې لري، د استادۍ، یا کوم مقام د لرلو له امله ترې سلبېږي.

نوام چامسکي امریکایی پروفیسر او (پي‌ایچ ډي) ډاکټر دی. په کتابونو کې يې له نامه سره د «پروفیسر/ډاکټر» مختاړی نه وي لیکل شوی. دی ژبپوه دی، ورسره ورسره فیلسوف دی او نړیوالې پېښې دقیقې څاري. ویل کېږي، په وروستۍ پېړۍ کې په نړۍ کې ډېر نقل قول له نوام چامسکي څخه شوی دی. د امریکا پر سیاستونو ډېرې ښکاره نیوکې کوي. د کتابونو پر پښتۍ له سرلیکه د ده نوم په غټ او نظرجلبوونکي انداز لیکل شوی وي؛ ځکه د کتاب تر سرلیکه هم اوس د ده نوم مهم دی. ډېری لوستونکي به یې کتاب یوازې د همدې لپاره هم لولي چې پروفیسر چامسکي يې لیکوال دی. دی ځان «پروفیسر» نه بولي، کېدای شي ملګري يې هم یوازې په «نوام» ورغږ کړي؛ خو د ده په ارزښت او وړتیاوو کې څه کمی نه دی راغلی.
دوه نور مثالونه هم په زړه پورې دي.

پروفیسر مارټین جېکس د نړیوالو پېښو انګلیسی څېړونکی او د پوهنتون استاد دی. د چین په اړه تخصص لري. یوه سیمینار ته یې د چین د راپورته کېدا په اړه وینا کوله. ښايي هوا به توده وه، د وینا په منځ کې يې کُرتۍ لرې کوله. خبرو کې مصروف و، یو لسټونی یې وېستی و، بل یې همداسې په لاس، بحث کې بوخت و، څو شېبې يې یو لسټونی همداسې په لاس او بل یې وېستی و. همداراز، جولیان آسانج، د ویکیلیکس نړیوالې مشهورې شبکې مشر دی. په یوه ټلویزیون کې مېلمه وي. هلته به هم ښايي هوا توده وي، کله چې ترې خبریال پوښتنه کوي، له ځواب ویلو سره-سره خپله کُرتۍ راوباسي او د څوکۍ شاته یې راځوړندوي. موږ به داسې وکړو؟ ځواب منفي دی. که کومې غونډې ته وینا کوو یا کوم تلویزیوني بحث کې ګډون کوو، لومړی خپلې تر ټولو نوې جامې اغوندو. لومړیتوب طبعاً درېشي ته ورکوو. که مو د بحث/وینا په جریان کې د ګرمۍ احساس وکړ، جزئي حرکت هم نه کوو، تر هغې چې وینا/بحث پای ته ورسېږي او بیا کُرتۍ/واسکټ له ځانه لرې کړو. موږ ځکه داسې نه کوو، چې ډېر راته «نامناسبه» ښکاري. مګر موږ داسې فکر نه کوو، چې که یوې غونډې ته وینا کوو، یا کوم تلویزیون کې ګډون کوو، بیا هم انسانان یو او انسان کمزوری وي. د تودو او سړو زور نه لري. نو ولې د ټلویزیون پر پردې او یا هم په سیمینار کې ځان له اندازې زیات داسې جدي ښیو چې ګواکې پر موږ څه اغېز نه لري.

د رسنیو مثال هم پاموړ دی.

په یوه ټلویزیون کې پر خبریالۍ بحث و. مېلمه خبریال یا د بحث کوربه ته پر لازمو وړتیاوو او معلوماتو خبرې کولې؛ خو د همدې خپرونې د کوربه له بحث څخه ښکارېدل چې د کارپوه خبرې ورته زړه راکښونې نه وې. تکرار یې همدا پوښتنه مطرح کوله چې «… صیب، فېشن او سلیقه څومره مهمه ده». کارپوه ورته ویل، ښايي د الجزیره، آر ټي او سي ان ان خبریالان تر ټولو بدرنګه وي؛ خو د وړتیاوو په لحاظ پر ټولو باندې دي.

یو ځل بیا د نوام چامسکي یادونه کوم. ما چې په ډېرو لېکچرونو کې لیدلی، څو ځل وینځل شوی لباس یې پر تن وي. همدارنګه د مایکروسافټ مشر او نړیوال پانګه‌ال، بېل ګېټس هم دغسې دی. ډېر لږ به یې په رسمي لباس کې ګورئ.

زموږ په ټلویزیونونو کې به کله هم داسې کومه خپرونه ونه ګورو، چې کوربه دې له درېشۍ پرته، هغه هم له درې پيسه درېشۍ او نکتایۍ پرته کومه ورځ بحث پر مخ بېولی وي. درېشي هم باید داسې نوې وي، چې اصلاً نه وي وینځل شوې. د ملي لباس خو سوال نه پیدا کېږي چې کوم کوربه یې په بحث کې پر تن کړي. باید کوربه حتماً ستوني کې غوټه کړې نکتايي، صفر ماشین ږیره او په جِل لړلو وېښتو بحث ته حاضر شي، کنه نو ښايي «بې‌سلیقه‌ګي» یې وبولو. مګر له بده مرغه، څومره چې په افغاني ټلویزیونونو کې دغې «سلیقې» ته پاملرنه کېږي، په همدې کچه لازیات بیا کوربه د معلوماتو له کمښت سره مخ وي. په ټلویزیونونو کې هم «سلیقه» دا ده چې لږ تر لږه نکتايي کې هم باید قضايي رانه شي.

ولې داسې کوو؟

ښايي لاملونه یې ګڼ وي؛ خو ماته یوه خبره پاموړ ښکاري. موږ د کوم کمي احساس کوو او غواړو دا کمی د دغو «سلیقو» او لقبونو له لارې بشپړ کړو. په علمي یا سیاسي ډګر کې هم په زړه کې راته څه کمی ښکاري، داسې کمی چې په ژبه یې څوک نه شي ویلای، کله چې مو له نامه سره «پوهاند، ډاکټر، جلالتمآب، علامه، مفتي، حاجي…» غوټه شي، بیا ګومان کوو چې اوس یو څوک یو یا مو ټولنه په یوه څه شي مني؛ نو دا غریزه مو تر یوه حده اشباع شي. له القابو پرته فکر کوو، مثلاً چې په سیاسي هسې په تش په نامه یم، نو ضرور باید زه هم «جلالتمآب» وګڼل شم چې «پوره» شم. یا په علمي لحاظ حتماً څه کمی وي، چې که دې له نامه سره ورته «پوهاند» یاد نه کړ، عصباني کېږي. یا د «سلیقې» په نامه د دغسې لباس اغوستو لامل هم ښايي تر ډېره همدې کمي پورې تړلې وي. د چا شخصیت چې وړتیا لري، پر ځان یې باور زیات وي، بیا یې دغو «سلیقو» اړتیا نه وي؛ ځکه نه غواړي د دغو «سلیقو» له لارې ځان پر ټولنه ومني. ځکه چې په ټولنه کې يې منښت له القابو او سلیقو پرته پر ځای شوی وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ایمل اندړ
میلمه
ایمل اندړ

ډېر ښه!
داسي خلک د غرور په نیلي سپاره دي او داهم له دین نه ددې خلکو لیريوالی دی چې ځان ترټولو لوړ ګڼي او رسمي مکتوبونه لیږي، دې خلکو ته دحضرت عمر رض هغه کیسه کفایت کوي چې پخپل لاس یې دصدقې اوښي په زرڼو غوړ ولې او ویل تر عمر ښه غلام شته؟
دا خلک به ډېموکراسي نور هم په شرمونو شرموي.