افغانستان

بغلان: د کولا په کان کې یو لس تنه کارکونکي وژل شوي دي

http://cache.daylife.com/imageserve/0466cNGcBP50X/610x.jpgنن ټکی آسیا: د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې د کولا (د ډبرو سکارو) په کان کې د ښویدلو له کبله یو لس تنه د کان کارکونکي وژل شوي دي.

د نهرین ولسوالۍ ولسوال مولانا فضل الرحمن ویلي چي د ولسوالۍ اړوند د چنارک په سیمه کې د کولا د کان د ښویدلو له کبله یاده مرګوني پيښه را منځته شوه.

د نومړي په وینا د لومړیو معلوماتو پر اساس په دغه کان کې یو لس تنه د کان کارکونکي ښودلې او مړه شوي دی،

خو کیدای شي دغه شمېره تر دې هم زیاته وي.

ویل کیږي چي تر اوسه ددغه کان څخه اوه تنه مړي را ایستل شوي دي، او د نورو د را ایستلو هڅي رواني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x