افغانستان

هلمند: طالبانو د ګرشک په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هلیکوپتر الوتکه په راکټ ویشتلې

in_front_of_crashed_planeنن ټکی آسیا: په هلمند ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یو الوتکه را غورځېدلې چي طالبان يې د ویشتلو خبر ورکوي، او ایساف وايي چي ددوی الوتکه د ناڅرګندو علتونو له کبله بیړنۍ ناستي ته مجبوره شوي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسینو ته ویلي چي تیره ورځ طالبانو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د آب پاشک په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه په راکټ وویشتله،

چي دغه الوتکه بیا د هلمند د سیند په غاړه د کوڅي په سیمه کې را وغورځیده.

نومړي ویلي چي په الوتکه کي سپاره کسان ټوله مړه او ژوبل شوي دي، خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

ایساف منلي چي ددوی یوې الوتکي په یاده سیمه کې بیړنۍ ناسته کړې، او زیاته کړې چي په پيښه کې کومه مرګ ژوبله نه ده را منځته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x