الله تعالی مو له داسې شکي ښځې وساته

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د خاوندانو په اړه د ښځو حساسيت پر خپل ځای، مګر داسې به مو نه وي اورېدلي، چې ښځه په خپل مېړه دومره شکي وي، چې د يوې لحظې لپاره يې هم له ځانه جلا نه پرېږدي.

دا پېښه د مصر يو لوړپوړي چارواکي سره هم روانه ده.

ياده غوسه ناکه ښځه د مصر سکندريه ولايت د والي دکتور هاني المسيري کور ودانه ده.

دا ښځه په مهمو دولتي غونډو، وزيرانو شورا او ګڼو نورو بهرنيو او کورنيو غونډو کې د خپل مېړه تر څنګ ناسته وي.

د دکتور مسيري د ښځې شتون د والي په ګډون د غونډو ټولو ګډونوالو لپاره سرخوږی دی، مګر څوک يې د دې لپاره مخالفت هم نه شي کولای، چې دا خو هم اخر د والي کور ودانه ده او د همدې ښځې د شتون له امله د غونډو ګډونوال ډېرې د زړې خبرې بېرته له ځانونو سره وړي او نه يې شي څرګندولی.

وړمه ورځ د سکندريه والي دکتور مسيري د ښار جوړونې له وزيرې دکتور ليلا سره غونډه درلوده، نو د والي ښځې د دې لپاره غونډه کې ګډون وکړ، چې نه يې غوښتل مېړه يې له پردۍ ښځې سره له دې پرته کيني.

د والي ښځې له ډاکټر ليلا سره په ځينو غير ضروري موضوعاتو د دې لپاره خبرې هم وکړې، چې خپل وجود ورته ثابت کړي.

د سکندريه مرستيال والي دکتور سعاد الخولي وايي، چې دی دولتي او رسمي غونډو کې د والي د ښځې په ګډون ډېر اندېښمن دی او دا ښځه له قانون پرته غونډو ته راځي، چې له امله يې سړي خپلې د زړه خبرې هم نه شي کولای او سربېره پر دې د والي ښځه په رسمي غونډو کې بې ځايه خبرې او مداخله هم کوي.

د دکتور مسيري د ښځې دې کړنو په ټولنيزو رسنيو بحثونو او غبرګونونه راپارولي دي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د