افغانستان

ناڅرګندو وسله‌والو د سیداباد اجراییه مدیر تښتولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ اجراییه مدیر د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا تښتول شوی دی.

د میدان وردګ ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې دغه پېښه تېره ورځ د سیداباد ولسوالۍ په سرې کلا کې رامنځته شوې.

هغه زیاته کړې چې د سیداباد ۲۶ کلن اجراییه رییس عزت الله هغه مهال د وسله‌والو مخالفینو له لوري وتښتول شو چې د دندې څخه د کور پر لوري روان و.

خوږیاڼي وویل چې عزت الله له تېرو ۳ کلونو راهیسې د سید اباد اجراییه مدیر و.

د والي ویاند له قوله چې د نوموړي د خلاصون لپاره یې له سیمه‌ییزو قومي مشرانو او سپين ږیرو سره اړیکي نیولي.

دولت همېشه د خپلو دولتي او امنیتي چارواکو د خلاصون لپاره د سیمې قومي مشرانو سره اړیکي نیسي. طالبانو زیاتره وخت د قومي مشرانو په ضمانت پولیس، اردو او نور چارواکي خوشې کوي.

طالبانو تر دې مهاله په دې اړه چې یاد اجراییه مدیر دوی نیولی یا بل چا تښتولی، څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x